افغانستان

د اختر په مناسبت طالبانو ۱۰۶ بندیان خوشي کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی مشر هیبت الله اخوندزاده د عفوي یو فرمان جاري کړی چې په ترڅ کې ۱۰۶ بندیان خوشي شوه.

د خبرپاڼي سره سم یاد بندیان د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د طالبانو په بندي خانو کې بندیان وه، خو نن ورځ د یاد فرمان په ترڅ کې ټول خوشي شول.

طالبان د افغانستان په بېلا بېل ولایتونو کې پراخي سیمي تر خپلي ولکي لاندي لري چې په دغو سیمو کې خپلي بندي خانې هم جوړي کړي او په دولت پوري اړوند امنیت ځواکونه تر نیولو وروسته هلته بندیانوي.

په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو یوه بندي خانه بمبار کړه چې له امله یې د یو شمېر طالبانو په ګډون په لسګونو دولتي عسکر ووژل شوه.

د طالبانو د وروستۍ اعلامیې سره سم دغه ۱۰۶ بندیانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسون په هڅو ژمنه وکړه چې بیا به د دولتي ځواکونو لیکو ته نه ورګرځي.

طالبانو ددې تر مخه هم د قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب دولتي عسکر ژوندي خوشي کړی خو دا لومړی ځل دی چې د اختر په مناسبت د عفوي فرمان له مخي طالبان له خپل زندانونو څخه بندیان خوشي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شيخ الفاروقي

الله تعالى خو د اجر عظيم دركري
گرانه مشره السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
زيات خو شحاله شوم سي بنديان د أزاد كرل د هيواد سر توري خويندي او ميندي به سومره دعا درته وكري
الله تعالى د درنا د اسلام او بيا د وطن آبادي خدمت درسخه وأخلي
او په اخير كي درته د لوي اختر مباركي وايم
تقبل الله مني ومنكم صالح الأعمال

وسلام

عبدالواحد اڅګزۍ

دافغانستان اوپاکستان مسلمانانو ولی پرموږهمیشه ظالم حکومتونه مسلت دی؟ الله ج په قرآن عظیم شان کی فرمایی: قل اللهم ملک الملک تؤتی الملک من تشآءوتنزع الملک ممن تشآءوتعزمن تشآءوتذل من تشآ ء ط بید ک الخیر ط انک علی کل شی ء قدیر ۳(آل عمران ۲۶)معنا(ووایه اۍ الله!مالکه د پاچهۍ ته ورکوی حکومت چاته چه وغواړی اوواپس اخلی حکومت د چاڅخه چه وغواړی اوعزت ورکوی چاته چه وغواړی اوذلت ورکوی چاته چه وغواړی ستاپه لاس کی خیردۍ بیشکه ته یی پرهرشی قادر) نودالله په کلام کی خو شک نسته خوموږبایدفکروکړو چه حکومت دملت داذهانو نماینده دۍ الله زموږ له زهنوخبردۍ… نور لوستل »

غوربندی

خدای ج مو د خیر نصرت وکره او شامله فتح مو په نصیب شه. امین یا رب العلمین

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x