افغانستان

ذبیح الله مجاهد : زه ژوندی یم

نن ټکی آسیا: وروسته له هغې چې وړمه ورځ د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی ډاکتر نصیر الدین حقاني ووژل شو، په ځینو رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې ، چې ګواکې نوموړي په ژوندوني مهال کې له رسنیو سره د ذبیح الله مجاهد په نامه اړیکې نیولې.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په را لېږلې بريښنالیک کې دا ګنګوسې رد کړې او دا یې هسې تش افواهات وبلل، چې د ده په خبره په ځينو غرضي رسنیو کې د ده په اړه خپرې شوې دي.  
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې ټولې رسنۍ خبرې دي چې زه ژوندی ، فعال او له دوی سره شپه و ورځ په اړیکې کې یم.   
هېره دې نه وي؛ پرون په داسې حال کې چې د ښاغلي مجاهد له ادرسه ټولو رسنیو ته د ډاکتر نصیر الدین حقاني په اړوند د دوی د رهبري شورا د تسلیت پیغام هم رارسېدلی،یو شمېر کورنیو رسنیو بې له دې چې کومه سرچېنه یاده کاندي، وویل چې ذبیح الله مجاهد همدا ډاکتر حقاني و، چې په مستعار نامه یې له رسنیو سره اړیکې نیولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x