نظــر

ازادي راډیو طالبان وژني

ازادي راډیو پدې ورځو کې د طالبانو د وژلو راپورونه په ډیره بیدریغه توګه خپروي. دغه راپورونه چې په نورو رسنیو کې یې څرک هم نه لیدل کیږی خو د ازادي راډیو انټرنټ پاڼه پرې ډکه ښکاري.

هره ورځ په دغه ویب پانه کې بیلابیل داسې راپورونه خپریږي چې پکې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د لسګونو طالبانو د وژلو ادعاوې کیږي.

د طالبانو د وژلو دغه راپورونه په مجموع کې د کوم عینی شاهد د بیان اود پيښې د ځای څخه د کوم دلیل او انځور پرته یوازې د رژیم د سیمه ییزو چارواکو د نقل قول پر اساس چمتو کیږي چې په هیڅ ژورنالیستیکي معیارونو او اخلاقو برابر نه وي. داسې ښکاري چې د دغې راډیو کاروونکي د لاسپوڅي رژیم د سیمه ییزو چارواکو په مشوره او یا هم په خپل سر په خپلو دفترونو او یا مرکز پراګ کې په خیالي ډول دغه طالبان په بې رحمۍ وژني او بیا يې راپورونه جوړوي.
لاندې سرلیکونه د دغې راډیو د انټرنټ پاڼې د تیرو څو ورځو د طالبانو د خیالي وژنو د راپورونو بیلګې دي:

 چهارشنبه 22 عقرب 1392

کندهار: په ریګستان ولسوالۍ کې اوه تنه طالبان وژل شوي دي
میدان وردګ: په څو ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال شپږ طالبان وژل شوي

سه شنبه 21 عقرب 1392
په کندهار ولایت کې یوولس تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي
یکشنبه 19 عقرب 1392
افغان ځواکو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ۵ طالب وسله وال وژلي دي
زابل: د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې اتلس تنه وسله وال وژل شوي دي
په پکتيکا کې افغان امنيتي ځواکونو لس تنه وسله والو مخالفان ووژل
پکتيکا کې لس تنه وسلوال ووژل شول

راپور مونږ درکوو قضاوت تاسو وکړۍ…!

لیکوال: عمر محتسب

یادونه: د لیکوال د نظر سره د نن ټکی آسیا د نظر توافق شرط نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x