نړۍ

کراچۍ: د شیعه ګانو په دوه عبادت ځايونو درې چاودنو کې ۲۲ کسان ټپيان شوي

نن ټکی آسیا: دوه چاودنې د بهاړ ګنج په امام بارګاه ابو الفضل تر څنګ وشوې.

د پاکستاني رسنيو له قوله په کراچۍ کې د ډزو او وژنو له امله ۵ ماشومان وژل شوي. بل پلو د کراچۍ په شمالي ناظم اباد د شیعه ګانو ددوو عبادت ځایونو تر څېرمه درې چادونو کې دپولیسو او ژورنالیستانو په شمول ۲۲ کسان ټپیان شوي.

د ايکسپريس تلویزون له قوله یاده چاودنه د شپې ۹:۴۰ وشوې. ويل کيږي چې چادونو کې د سیمې ګڼ کورونو او دوکانونو ته زیان اوښتی او په خلکو کې وېره او ترهه خپره شوې.

امنيتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او له څه ځنډ ورورسته د هغو د روانيده پر مهال په همدې ځای کې ۱۰:۵۶بله چادونه وشوه چې له امله يې څلور ژورنالیستان او دوه پولیسان ټپیان شول.

درېمه چادونه په هم په همدې سیمه کې نزدې يوې بلې امام بارګاه سره وشوه.ويل کيږي چې ټپیان سیميزو هسپتالونو وړل شوي. د درې واړو چادونو د ټپيانو شمېر ۲۲ ته رسيدلی. د کراچۍ د پولیسو مشر چودهري اسلم ويلي چې درې واړه چاودنې د ريموټ کنټرول په واسطه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x