
حزب اسلامي پخوانی قومندان د کورنۍ له درې غړو سره وژل شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): بغلان کې د حزب اسلامي یوه پخوانی قومندان او د کورنۍ درې غړي یې د وسلهوالو په یوه برید کې وژل شوي دي.
د مرکزي بغلان امنیه قومندان سمونوال محب الله ویلي چې دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په چوکه سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه ویلي چې د حزب اسلامي پخوانی قومندان د خپلې کورنۍ له غړو سره په موټر کې روان و چې د طالبانو په کمین برابر شو.
د یاد امنیتي چارواکي د ادعا له مخې په پېښه کې قومندان ثمر، د هغه زوی او د کورنۍ دوه نور غړي یې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د مرکزي بغلان امنیه قومندان په وینا سیمې ته پولیس رسیدلي او څېړنې پیل کړي دي خو تر دې دمه د دغې پېښې اړوند هېڅوک نه دي نېول شوي.
تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د یادې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخېستی.