افغانستان

د پښتو لیکوال و شاعر نصرالله حافظ ومړ

نن ټکی آسیا :د هېواد وتلي شاعر او نوموتي لیکوال پرون د کابل په څلور سوه بستریز روغتون کې پور پرې کړ  او د اجل داعي ته یې لبیک ووایه . (انالله وانا الیه راجعون)
د ارواښا حافظ عمر دوه نوي کاله ښودل شوی ، چې پر۱۳۱۰ کال يې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې او پرون (۲۲/لړم/۱۳۹۲ل) یې له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

د نوموړي د کورنۍ غړي وايي چې د ارواښاد حافظ د جنازې لمونځ به نن سهار ۹ بجې په شاه شهید کې ادا او مړی به یې د سپارلو لپاره ننګرهار ته لېږدول کېږي.
د هېواد دغه ستر لیکوال او شاعر دیارلس چاپ شوي او خواو شا شپږوېشت ناچاپ اثار لري.
د ارواښاد حافظ شاعرۍ تر ډېره د هېوادپالنې،سولې او مینې په تومنه لړلې وه.

د نن ټکي آسیا اداره د هېواد د دې خواخوږي شاعر و لیکوال مړینه ضایعه بولي. ارواښاد ته له لوی الله ج څخه جنتونه او پاتي شونیو ته یې د زړه صبر غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x