کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / غني: چابهار بندر هند د پاکستان له احتیاجه خلاصولای شي

غني: چابهار بندر هند د پاکستان له احتیاجه خلاصولای شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني ویلي چې د چابهار بندر هوکړه لیک له هند سره د دې مرسته کولای شي چې د اشیاو په لېږد رالېږد کې د پاکستان له احتیاجه ځان خلاص کړي او د بحر له لارې خپل اشیاء ولېږدوي.

اشرف غني پرون چهارشنبه هند ته په دوه ورځېنې سفر تللی و او نن له غرمې وړاندې افغانستان راستون شو.

اشرف غني هند ته د سفر پر مهال یوې غونډې ته وویل: «ولې موږ په دې اړه ډیر اندېښمن یو چې یو هېواد (پاکستان) کولای شي دوه ستر ملتونه (افغانستان-هند) تر منځ د سوداګراۍ مخه ونیسي؟ راځئ چې دا نور جوړه کړو. په هر حال، چابهار به انحصار ته د پای ټکی کېږدي».

اشرف غني  زیاته کړې چې افغانستان نور یو په وچه کې را ایسار هېواد نه دی او څوک چې غواړي افغانستان ایسار کړي او د لارو مخه يې ونیسي په خپله به ایسار شي. د غني په باور افغانستان اوس د سوداګريزو راکړو ورکړو څلورلاری دی.

هغه د پاکستان له خوا د سپین بولدک-چمن لارې تړلو ته په اشارې وویل: « د سپین بولدک لاره یې وتړله او دوی فکر کاوه، چې زه به یې د پرانیستلو لپاره زنګ ووهم او عذر به وکړم، مګر له هند سره مې خبرې وکړې او د کندهار انګور موپه دوه ورځو کې د هوا له لارې هندوستان ته واستول».


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ