نادري ناولده

پېښور: ډیرې غوښو خوړلو ۱۷۰۰ کسان د روغتونو کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): که څه هم د لوی اختر را رسېدو سره ډاکتران تر ټولو ډیر  ټینګار په دې کوي چې خلک باید د غوښې خوړلو پر مهال له احتیاطه کار واخلي او هومره دې وخوري چې معده یې د هضمولو توان لري.

خو ډيری کسان د ډاکترانو په دې مشورو بیا سر نه خوږوي او له همدې کبله بیا په بېلابېلو ناروغیو اخته کیږي.

ایکسپریس پاکستانۍ ورځپاڼه وايي  چې همداسې کیسه  په پېښور کې شوې چېرې چې   د ډيرې غوښې خوړلو له کبله یواځې په دوه ورځو کې د معدې او نس په ناروغیو اخته کسانو چې روغتون ته تللي شمېر يې ۱۷۰۰ ته رسیدلی دی.

د لیډي ریډینګ دولتي روغتون ویاند د معلوماتو پر اساس  یواځې نن پنجشنبه ۲۰۰ کسان روغتون ته ور وړل شوي دي او د تېرې دوه ورځو راهیسې د معدې او نس په ناروغیو اخته کسانو شمېر د ۱۷سوه څخه اوښتی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

خاورې او زهر دې دا نالتیان وخوري ، ددې پر ځای چې ځان پرې مریض کړي خو د شمشتو د کمپ مهاجرو ته دې ورکړي چې خدای(ج) او رسول(ص) ورڅخه خوشاله شي !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x