پخوانی ولسمشر حامد کرزی

کرزی: طالبان دې ځمکني حقایق درکولو سره خپلې غوښتنې وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګډحکومت په چارواکو چې امریکايي ځواکونو ته یې په جګړه کې پراخه واکونو ورکړي، توندې نېوکي کړي او دا یې د افغانستان د خپلواکۍ خلاف عمل بللی دی.

کرزی چې اوسمهال د پردې تر شا یو مهم لوبغاړی دی، د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې اسلامي حرکتونه باید د خپلو غوښتنو پر مهال ځمکني حقایق درک کړي چې ورسره به د سولې خبرې هم مخ پر وړاندې ولاړ شي.

کرزي په امریکا حاکم حکومت چې، د طالبانو خلاف جګړه کې یې امریکايي ځواکونو واکونه پراخ کړي نېوکه کړې. هغه ویلي چې څنګه امریکايي ولسمشر امریکايي ځواکونو ته د دې واک ورکوي چې په خپل سر په افغانستان کې بریدونه وکړي؟ «موږ دلته کوم حکومت لرو؟ ایا موږ خپلواک هېواد نه یو؟»

که څه هم د تېر کال په ستمبر میاشت کې د بې سرحده ډاکترانو په روغتون د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ۴۲ کسان و وژل شول خو امریکا ادعا کوي چې دوی د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره هوايي بریدونه کوي او د ملکي وګړو د ژغورلو لپاره تر وروستي بریده احتیاط کوي. د کرزي په باور هم د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ډیری بې ګناه ملکي وګړي وژل کیږي.

کرزي د امریکا سره د اړیکو په اړه وویل چې دی هم غواړي چې د امریکا اتحادي اووسي، خو دا باید اتحاد وي نه د بادار-غلام اړیکه. «موږ باید د کور خاوندان اوسو او امریکا باید میلمه».

طالبان دې حقایق درک کړي

کرزي په دغه مرکه کې ویلي چې طالبان باید د خپلو غوښتنو پر مهال باید ځمکني حقایق درک کړي او د سولې خبرو ته دې کیني. هغه په طالبانو غږ کړی چې د پاکستان له اغېزه ځان خلاص  او په دې باید پوه شي چې افغانستان د دوی خپل هېواد دی.

هغه د طالبانو لومړنۍ او اساسي غوښتنه چې بهرني ځواکونه باید د افغانستان له خاورې ووځي هم سمه نه ده بللې: «کله چې دوی وايي چې بهرني ځواکونه دې حتما لومړی ووځي تر هغې وروسته به دوی خبرې کوي، نو زه ورته وایم چې که تاسو دې ته انتظار وئ د ډیرو افغانانو وینې به تویې شي».

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Khalid Ahmadzai
میلمه

دی وسنۍ پیړی شاه شجاع او مکاره څیره حامد کرزی! ای د پښتنو د پښو وهلو جلات حامد کرزی یه نور افغانان ستا دمکاری او غولول کیدو ښکار کیدی نشی ته چی وس امریکای فوځیانو د اختیاراتو خبری کوی پوهیږو چی یوزل بیا ته افغانان په دی خبرو احساساتی کوی او د هغه بچه سقاو او ګوډملا د فیلم جوړیدو هکټونه کوی .ولی ستا کارنامی زمونږ هیر شوی یا ستا له یاد وتلي دی .خو درته به ی په یاد درولم .هغه وخت دی هیرشو چی ته به تشناب ته هم د امریکای ځواکونو له اجازی اخیستو سخه نشوای تللی… نور لوستل »

محمد
میلمه
محمد

خالد احمد زی صاحب ! حق خبری دی کړی دی الله جل شانه دی احر عظیم درکړی – دده هغه وخت هیر دی چې د امریکایی طیارو په ذریعه راغلی او پر خپلو پاکو افغانانو یی د بمبارد غوښتنه کوله او د امریکایی سپیانو په ذریعه یی د نر او ښځو تلاشی کولی – خذله الله تعالی وقاتله قتالا کبیرا –

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

کرزیه اوغنی تاسوهم دامریکااوناټولمن یله کۍ او له غیږی یی راووزۍ بیابه معلومه سی چه داوطن ستاسو ماموریت قبلوی اوکه دطالبانو که طالبان دپاکستان مسلمان ورورمددقبول نه کړی نودآسمانه پرتاسو دکفاروغولامانوعملیات وکی پاکستان او افغانستان اصلاً یواسلامی ملک دۍ فقط حکومتونه یی دکفارو غلامان دی دضیاءالحق شهید په وخت کی چه یوسول روس سفرپاور ته یی څنګه غاښ ماتوونکۍ شکست ورکۍداحمدشاه باباپه وخت کی چه یومملکت وو پرهندستان یی حکومت نه کاوۍکم وخت چه انګریزدامریکاپلار سره جلاکړل اوحکومتونه یی ددوی غولامان جوړسول له هندستانه کشمیر نسی ازادولای

زمرک
میلمه
زمرک

زمونږ هیواد د دری کسانو او د هغو د ټلوالی څخه د افغانیت پیژندنه اخستی ، لمړی یی شاه شجاع ، دوهم خرمل او دریم خرزی دی ، داسی نه چه د هیواد نور حکومتی مشرانو به خیانت نه وی تر سره کړی تر پوزی پکی ډوب وو ، مګر هغه عادی خیانتونه وو ، دغو دری کسانو د دی هیواد او د الله ج د دشمنانو سره زمونږ د لوی ټاټوبی د خپلواکی ، خلکو او خاوری پلورلو سودا کړی د هغوی په ټانکو او الوتکو د کفارو له خوا سپاره زمونږ هیواد ته راوړل شوی دوی نه یوآځی… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

کرایه.رم کنی حقایق نه موج ده حقایق. تا انگیزی پهپشتو ترجمه کلی ده