افغانستان

طالبانو په کنړکې دخلګو دکورونو په سوځولوکې لاس لرل په کلکه رد کړ

1162تیره ورځ له کنړ ولایت نه راپورونه ورکړل شول چې دخاص کنړ ولسوالۍ دشالي په سیمه کې د اربکیانو او حکومت پلوکسانویو شمیر کورونه دطالبانو له لوري سوځول شوي او ویجاړ شوي دي. دخاص کنړ امنیه قومندان نورمحمد ادعا کړې وه چې طالبانو دشلو په شاوخوا کې کورونه له دې امله سوځولي چې خاوندان یې په دې نیژدې ورځو کې له پولیسو سره یوځاي شوي وو.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې په یاده پیښه کې لاس لرل په کلکه رد کړي او دا ادعا یې دکرزي دامنیتي ادارو پروپاګند بللی. نوموړي زیاتوي دوي له سیمې نه کره معلومات ترلاسه کړي چې په یاده پيښه کې دکنړ مجاهدین هیڅ لاس نلري .

ذبیح الله مجاهد وایي له سیمي نه عیني شاهدانو ورته ویلي چې سوځول شوي کورونه چې شمیر یې لسو ته رسیږي داربکیانو(محلي پولیسو) کورونه دي چې خپل هستوګنځي یې تخلیه کړي ،دسیمې هغه ولسي وګړي چې داربکیانو له ظلمونو او وحشتونو زیات په تکلیف شوي او ځوریدلي دي،کورونه ،اموال او مواشي یې داربکیانو له لوري چور شوي ، دشخصي انتقام په موخه دغو خالي کورونو ته اور ورته کړي او سوځولي یې دي،نوموړي وایي داکسان چې کورونه یې سوځولي ولسي خلګ دي او داسلامي امارت په مجاهدینو پوري هیڅ تړاوو نلري. داسلامي امارت مجاهدین هیڅ اجازه نلري چې دخلګوکورونو ته اور ورکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x