کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / اتیا کلن سپینږیری

اتیا کلن سپینږیری

عاکف مهاجر

سپین سهار لانه وو نسیم وږمې نه وې خورې دصبح صادق د راختلو وخت په رانږدې کیدلو وو افغانی یونیفورم یې په تن له یو څو نورو بدرنګو سره دکلي په منځ کې روان وو دیو سپینږیري کلیوال دروازې ته ودریدل دی تر مخ پردي عسکر یې تر شاوو دپردیو په یوې اشارې یې شروع وکړه دخپل افغان ورور دروازه یې ویستله کوشش یې وکړلو په څو واره زور ازمایلو یې دکلا دروازه وه ویستله ددروازې له ویستلو وروسته دی راشاته شو خیرن سورمخۍ امریکایي دیو افغان کلیوال انګړ ته ننوتلو له ننوتلو سره سم یې رمباړې شروع کړې com out from room har yaf له ګوټو راووځی زر کوی زر کوی کوټو کې شور ماشور شو زنانه وو واړه ماشومان  په غیږ کې نیولي پر مخ یې پړونی راپروت دمخ پټولو او ماشوم ساتلو هڅه یې کوله د صفې یو اړخ ته څو زنانه راټولې شولې تر دوی لږه شیبه  وروسته یو سپینږیری بابا له دهلیز نه دصفې لور ته زولانه لاسونه راوو وتلو څو خیرن سور مخي یې مخ ته ولاړ او یو بل چې ټوپک یې په لاس کله پښتو کله انګلش خبرې کولې یو ځل له سپینږیري بابا سره په خوراتیزه لهجه خبرې کوي بیا مخ په ذلیل او خوار انداز دخیرن سور مخي لور ته ورواړوي دبابا پښتو خبرې په انګریزي ورته ژباړي هلته افغانه خور یې په چیغو دصفې په یو طرف کې ورته ورور ورور کوي خیر دا سپینږیری پریږدی دخدای روی ده مونږ ترهګر نه یو مونږ غریب خلک یو فشار یې لوړیږي ساه بندي تکلیف هم لري دا خولی ترې لرې کړی خو ژباړن بیا بیا دچپ شی چپ شی نعرې بدرګه کوي او یو ځل بیا بابا ته ورنزدې شولو زر شه اسلحه مو چیرته ایښې حال وایه کنه باګرام به مو ځای شي خو باباجان بیا په عاجزه انداز وایی که اسلحه مو پیداکړه اعدام مې کړی مونږ اسلحه نلرو خو تر تلاشي وروسته یې اتیاکلن سپینږیری توره خولی په سر لاسونه زولانه دطیارې لورته کش کولو صبا سهار اتیا کلن سپینږیری دکوټې دشورا غړی او دطالبانو دجګړې رهبري کوونکی اعلان کړلو خو تاریخ به داسپینږیری او دا ژباړن او خیرن سورمخۍ هیرنکړي ښه پوه شه داژباړن به تر ټولو په بدرنګو ټکو ولیکي.

یادونه: دا دیوې ویډیو انځور ده خیالي کیسه نده


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ