کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / مومند ایجنسۍ: چاودنې ۲۵ لمونځ کوونکي وژلي

مومند ایجنسۍ: چاودنې ۲۵ لمونځ کوونکي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د ډیورنډ پر فرضي کرښې پاکستان لوري ته پرتې قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ کې د جمعې لمونځ پر مهال درنه چاودنه شوې.

پاکستاني ورځپاڼه ایکسپریس ټریبیون وايي چې چاودنه د یادې قبایلي سیمې د انبار تحصیل په پای خان سیمه کې د جمعې لمونځ پر مهال شوې ده چې له کبله یې ۲۵ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییز چارواکو په وینا د چاودنې پر مهال د جمعې لمونځ لپاره ډیر خلک راټول شوي وو او د دې ډیره اندېښنه شته دی چې ډیرو خلکو ته دې مرګ ژوبله اوښتي وي.

تر چاودنې وروسته ټپيان نېږدې روغتونو ته انتقال شوي دي او اندېښنه شته دی چې د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. عبدالقدیر مهمند

    Now, Secretary Kerry is talking with India to supply weapons to the U.S. “selected” Afghan administration in Kabul. It appears that the Department of State’s strategy now is to pit Hindus against the Pashtun Muslims. It is another twist to the U.S. divide and conquer policy being used in Afghanistan. This new strategy certainly will lead to more war and lessen any chance of peace.
    آیا در این حملات تروریستی هندوستان دست دارد !؟

  2. الحاج استاذ بیانزی

    زما د سیاسی معلومات او څیړنو له مخی :
    امریکا د چین څو ټریلونه قرضداری ده ، چین د هانک کانګ چه سل کاله د انګریزانو سره د هغو شل زرو بکسو په مقابل کی له چین څخه یرغمل یا ګرو نیول شوی وو چه چیناییانو د انګریزانو د تجارت په پلمه شل زره د نشه توکو ډک بکسونه ونیول ( دا چه بکسونه څومره لوی وو ماته معلومات نشته ) انګریزانو د چینی خوانانو په نشه توکو روږدولو د پاره چین ته وړل چه له امله به یی چین هم د خپل تسلط لاندی راولی .مګر جینایان چه په خپل هیواد مین خلک وو ددغه فاجعی مخه ونیوله ، انګریزانو هڅه وکړه چه چیناییانو ته رشوت ورکړی مګر چیناییانو د رشوت په ځای هغه په بجر کی وغورځول چه دی کار د انګریزانو غصه زیات او د چیناییانو سره یی جنګ پیل کړو دا چه انګریزانو ورباندی جنګی پیاوړتیا درلودله د هغه نشه توکو په تاوان کی یی هانګ کانک د سلو کالو د پاره ګرو ونیولو .
    اوس هماغه چین او هماغه اتګریزان د نوی نوم لاندی تری د اسلامی نړی د خپلو د پاره په تریولونو ډالر په سود اخستی ، دا چه چین هغه پخوانی چین نه دی که د انګریزانو سره مساوی نظامی پیاوړتیا نه لری مګر په مالی ساحه کی تر ټولو د مخه او نظامی اړخ یی هم تر پخوا پیاوړی دی . انګریزان پوهیږی چه جنګ ورسره دا ځل نه شی کولی کولای او شمیر یی هم زیات دی ،
    دا خل یی ورته هندوان حمایه کوی اومخی ته کوی چه شمیر یی هم ورته نزدی او پوله په پوله ورسره پراته دی، افغانستان ته چه د څه مرستو ژمنی کوی هغه هماغه ژمنی دی چه انګریزانو د روسانو په مقابل کی د پاکستان له لیرای مجاهدینو ته رسولی اوس هغه چنیل هند ته بدل شو ، هندوان د لوږی مری یو ناڅابه د بیلونرو ډالرو ژمنی د کابل د ذلیلی او شړیدلی اداری سره نه شی کولای . دا د بیلونری ډالرو ژمنی د انګریزانو د ډالرو ژمنی دی مګر د پاکستانو په ځای د هندوانو له خوا د کابل غلامانو ته رسیږی چه زیاته برخه به یی هندوانو ته رسیږی او هندوان به د چین په مقابل کی حمایه او ډیر ژر به د چین سره د سرحدی سیمو په پلمه جنګونه پیل کړی او دغه کار به ددی سبب شی چه د جینایانو له مغزو به د انګریزانو قرضی د کمزوریو له امله له مغزو د تل د پاره وباسی .
    دا امکان هم شته چه د هندوانو په مقابل کی د ملاتړ ژمنی به ورسره وکړی چه له امله به بیا ورته د نشه توکو قاچاق پیل شی او په اوږده وخت کی به هند او چین دواړه د خپل نفوذ لاندی راولی دا د اوږده وخت بلانونه دی .