کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / شینوارو کې پنځه روغتیايي مرکزونه لا هم بند دي

شینوارو کې پنځه روغتیايي مرکزونه لا هم بند دي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د نا امنۍ له کبله په شینوارو زون کې پنځه روغتیايي مرکزونه لا هم تړلي دي.

هسکه مینه، اچین، رودات، کوټ، شینواری، بټي کوټ ولسوالۍ ټول د شینوار زون تشکیلوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا مرستیالې مقدسه معراج ویلي چې په وروستیو نا امنیو کې د شینوارو په زون کې ۱۱ روغتیايي مرکزونه تړل شوي وو.

هغې زیاته کړې چې د قومي مشرانو او حکومتي چارواکو د کوښښونو وروسته له دغو ۱۱ مرکزونو څخه يې ۶ یو ځل بیا فعال شول خو پنځه لا هم بند دي.

د اچین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي اتل پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دغه ولسوالۍ کې دوه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي او خلک مجبور دي چې د یوې ساده ناروغۍ د تداوۍ لپاره هم جلال اباد ښار ته ولاړ شي.

پر دې سربېره د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي هم په دغه ولسوالۍ کې د موجودو روغتیايي مرکزونو د تړلو پخلی کوي. هغوی وايي چې نه یواځې روغتیايي مرکزونه بلکې ښوونځي هم په دغه ولسوالۍ کې بند دي.

طالبانو په کراتو مراتو ویلي چې هېڅ د روغتیايي مرکزونو کارکوونکو ته څه نه وايي او نه ورسره څه ستونزه لري، خو په دغو ولسوالیو کې داعش وسله‌والو هم واکمن دي او له همدې کبله ډيری دولتي کارکوونکي په یادو ولسوالیو کې کار ته زړه نه ښه کوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا د ریاست د معلوماتو پر اساس اوسمهال په دغه ولایت کې ۱۲۳ صحي مرکزونه فعالیت کوي چې د نا امنیو له کبله یې یو شمېر د خلکو پر مخ تړل شوي دي.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ