خدای دي مړ که / احمد ګل ريان
اې زمونږ په کلي ښاده خدای دي مړ که
کړو بدتر دي له برباده خدای دي مړ که
تا را ړنګي څه نښتر نښتر ځوانۍ کړې
زنده باده مرده باده خدای دي مړ که
ددې چم بازان دي څنګه تيت پرک کړل
د ظالم لوېديځ صياده خدای دي مړ که
مستحق د ازادۍ دي زولانه کړل
وه د بند لايق آزاده خدای دي مړ که
اې راتلونکې تپل شوې هسي نه چې
امريکا کړې را معاده خدای دي مړ که
په تا نوم د بې سواد مي پيرزو نه دی
په ډالرو باسواده خدای دي مړ که
د ( ريان ) په هيواد پروت کرغېړن غمه
نور مو وباسه له ياده خدای دي مړ که
احمد ګل ريان