کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / اسلام اباد د ولسمشر غني څرګندونې خواشېنوونکي بللي

اسلام اباد د ولسمشر غني څرګندونې خواشېنوونکي بللي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): پاکستان د ولسمشر اشرف غني په وروستیو څرګندونو چې د «ترهګرۍ» خلاف د پاکستان په جګړه يې شک څرګند کړی و، نېوکې کړي او دا یې خواشېنوونکي بللي دي.

اشرف غني هند ته د سفر پر مهال ویلي وو چې د «ښه او بد ترهګرو» تفکیک لنډ پاری فکر دی. هغه همدا راز زیاته کړې وه چې هند دې خپل مالونه افغانستان ته ولېږدوي او د یوه هېواد (پاکستان) په اړه دې اندېښنه نه کوي ځکه چابهار بندر به انحصار ته د پای ټکی کېږدي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا نن د جمعې په ورځ د اشرف غني په څرګندونو اندېښنه څرګنده کړله او ويې ویل چې پاکستان او افغانستان باید د سیمې د سولې، پرمختګ او ثبات لپاره ګډ کار وکړي.

زکریا زیاته کړله چې پاکستان خپلو ژمنو ته متعهد دی او خپله خاوره د بل چا خلاف نه استعمالوي.

هغه د اشرف غني وروستۍ څرګندونې خواشېنوونکي او غیرمرستندویه بللي او په وینا یې دا په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان هڅو نه درناوی کول دي.

نفيس زکریا په باور پاکستاني ځواکونه اوس هم په خپله خاوره د «ترهګرو» خلاف په سخته جګړه بوخت دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې پاکستان اوس په دې اړه اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالیږي او له دغه ځایه «ترهګر» تمویلیږي.

نفیس زکریا د اشرف غني د تېرې اونۍ ګواښ چې ویلي یې وو که اسلام اباد د واګه بندر د افغان سوداګرو پر مخ خلاص نه کړي دوی به په پاکستان د منځنۍ اسیا لارې وتړي، په ځواب کې ویلي چې دوی د واګه لاره د افغان لاریو پر مخ خلاصه کړې ده.

زکریا په پای کې وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې، ثباب او اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې کوي او دا یې د افغانستان د خلکو سره د ورورلۍ تعهد دی د چا چې میلیونونه کسان د تېرو ۳۷ کلونو راهیسې د پاکستان مېلمانه دي.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ