افغانستان

تازه خبر: د حزب اسلامي غړی مولوي عطاء الله لودین د ننګرهار والي شو

نن ټکی آسیا: د سولې عالي شورا مرستیال او د حزب اسلامي غړی مولوي عطاءالله لودين د ننګرهار والي وټاکل شو.
مولوي عطاءالله لودين د مولوي شمس الرحمن زوی د ننګرهار د کامې ولسوالی اوسيدونکی دی چې د تېر جهاد پر مهال يې د حزب اسلامي تر قیادت لاندې جهاد کړی او د امریکایانو له راتګ سره کابل ته لاړ او د کرزي د حکومت په اعتباري ملایانو کې شمېرل کيږي.

د یادونې وړ ده چې مولوي لودین يو وخت د امريکايا ډېر کلک مخالف و او خپل نزدې دوستان يې د امریکا له تګه منعه کول خو د وخت په تېريدو د نوموړي په دريځ بدلون راغی او د کرزي د حکومت د سولې د شورا مرستيالي يې په غاړه ده چې دا دی اوس د کرزي په امر د ننګرهار والي شو.

د هیرې نه ده ،  چې ننګرهار د هيواد په ختيځ کې تر ټولو مهم ولايت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x