افغانستان

کوچني اختلافونه د حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې خنډ شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي۲۷مه ۱۳۹۵ل): د سولې عالي شورا وايي چې د حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک په لاسلیکولو کې د دواړو لورو تر منځ کوچني اختلافونه خنډ دي.

د سولې د عالي شورا ویاند شهزاده شاهد بي بي سي ته ویلي چې د دواړو لورو تر منځ کوچني ناحل شوي مسایل پاتې دي او ډیر ژر به دا هم اعلان شي چې دغه اختلافات څه دي.

هغه ویلي چې د هوکړه لیک د اجرا بهیر، د اجرا پر بهیر نظارت او او ممکنه سرغړونې د جنجالي مواردو څخه دي.

شاهد په وینا ټاکل شوې چې په را روانو دوه اونیو کې دغه هوکړه لیک نهايي شي.

که څه هم یو شمېر سرچېنې وايي چې د اجراییه ریاست د حزب اسلامي سره د سولې په مخ کې تر ټولو مهم خنډ دی خو شهزاده شاهد بیا دا ردوي او په وینا یې د ملي وحدت د حکومت د رهبرانو تر منځ په دې اړه هېڅ مخالفت نشته دی.

تېره اونۍ ګډ حکومت چاوراکو او د حزب اسلامي استازو چې د سولې په مذاکراتو کې یې ګډون کړی و، ویلي وو چې د حکومت او حزب اسلامي استازي د سولې د هوکړه‌لیک لاسلیکولو ته نېږدي شوي دي.

خو یوه ورځ وروسته انجنیر ګلبدین حکمتیار وویل چې د سولې هوکړه لیک د حکومت دننه د اختلافاتو له کبله ځنډیدلی دی.

هغه زیاته کړې وه چې ټاکل شوې وه چې د سولې هوکړه لیک به د اختر څخه درې ورځې وړاندې د جمعې په ورځ لاسلیک شي خو هغسې ونشول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ارین

دا د حزب سلامی د سولی نه په ذلتونو کی ځنکدن دی ، سوله نه ده د داعشی ملیشی قومانده ورکول دی . جنجال یی داعشیانو ته د وسلو او معاشونو پر توزیع دی ، حکومت ورته له دغو له توزیع نور هر څه چه دوی غوښتی ورکوی . مګر وسلی او معاشونه به د کابل غلامان او باداران خپله ورکوی ولی ؟؟؟ ځکه چه حزب مخکی د اربکانو له وسلو او معاشونو غلا کوله ، له بل اړخه اربکانو کی یی هغه کوڅه ډب ، په نشه توکو اخته او بی سواده وحشیان جذب کړی وو کله چه په… نور لوستل »

Sher Ahmed Afghani

d musalmaan lapaara kho chee tuhmat lagawal doomra asaan kaar na waai. Allah dee rahm wokree

عبدالواحد اڅګزۍ

حکمتیارصاحب الله تعلی په قرآن کی پرمایی : آیاتاسونه یاست خبر چه دمځکی اوآسمانوپاچهی دالله ده اوستاسو مدد ګار اودوست تنها الله دۍ.ښه جهاد دی وکۍ زماپه نظر دافغایستان اوپاکستان آزادول اوخلاصو له سرولښکرو (روسانو)څخه تنها ستاسو او دضیاءالحق شهید دجهادنتجه ده زماپه یاددی نورولکه جمعت……دخارجیانو پراصلحودمجاهدینو څخه پیسی اخستلی تاسومحترمو موتی ورکولی او پخپله مو په جهار کی برخه اخصته بیایوه لو اشتبادرڅخه وسوه چه الله درڅخه ناراضه سو چه له تڼی ملحداوافغانی قاتل سره مو اتحاد وکۍ دالله مدد دی پری ښووۍ له هغه دی پند وانه خیست اوبیاله چاسره صلح کوی په دی حکومت کی ته نه… نور لوستل »

اشرف

شیر احمد صاحب سلامونه می ومنه ، د لوی اختر مبارکی هم درته وایم ! ستاسی په حزب باندی د ارین صاحب تبصره د دی په ځای چه څرګند او مستند حقایق وګڼی تهمت ورته وایاست نو زه به یی درته د ځینو مستند نومونه واخلم . لمړی : همدا اوس چه مجاهد ورور دکابل غلامانو او بادارانو ته د سجدی کولو اراده لری او هغه یی حتی سجدی نه منی یعنی د غلامیۍ اهل یی هم نه ګڼی دا تهمت دی ؟؟؟ دوهم : کله چه دوی د لویدیز به لویه بیه رانیول شول او ګرم جهاد یی ورله… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x