شهادت د بري راز

ليکنه _ خالد منهاج

شهادت د مؤمنانو د عزت او بري راز دی ، د مؤمنانو تاریخ ټول د حق په لار کې په سپېڅلو شهادتونو او زخمونو پوښلی دی.

الله جل جلاله شهیدان په ځانګړو خصلتونو ، انعاماتو او رتبو  نازولي دي ، شهیدانو ته د لومړي څاڅکې د وینو سره ټول ګناهونه معافيږي ، د قبر د هر قسم عذاب څخه نجات ورکړل شوی دی ، د زنکدن د هیڅ راز سختیو سره نه مخ کيږي ، په اخرت کې به لوړو ماڼیو د جنت ته ځي او له ځان سره به دو اویا کسان ۷۲ کسان د شفاعت په توګه بیا یې ، شهیدان که څه هم ظاهرًا مري خو الله جل جلاله ژوندي ورته ویلي او مړاوي ملتونه ژوندي کوي ، شهادت د مؤمنانو لپاره هغسي عزت دی چې د هرچا نه په برخه کيږي او خاصو کسانو ته یې الله جل جلاله تحفه کوي.

کله چې پر یوه ځمکه د شهید ویني تویې شي هلته الله جل جلاله کفري نظام نه دائموي او مؤمنانو ته پر هغه ځمکه فتحه او بریا په برخه کوي ، شهادت د مؤمنانو د کامیابۍ راز دی ځکه کوم وړوکی لښکر جنګیالي چې د شهادت په روحیه جنګيږي هغوی هغه لوی لښکر ته ماتي ورکولی شي چې د ځان ژغورني په روحیه جنګيږي.

د الله جل جلاله هغه مقرب بندګان انبیاء کرام لکه زکریا علیه السلام او ځیني نور پیغمبران هم د حق په لار کې په شهادت رسېدلي دي او د شهادت تمنا خو ټولو پیغمبرانو لرل چې د الله جل جلاله په لار کې په شهادت ورسيږي زموږ پیغمبر حضرت محمد صل الله علیه وسلم هم دا خوښول چې د الله جل جلاله په لار کې په کراتو ووژل شي ، په خلفاء راشدینو کې هم عمر ، عثمان او علي رضی الله عنهم د شهادت زرین ویاړ تر لاسه کړی دی او حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه که څه هم شهید شوی نه دی خو د شهادت ډېر تږی ؤ او مبارک بدن یې ټول د جهاد په لار کې په زخمونو پوښلی ؤ. د خلفاء راشدینو څخه وروسته ډېر جلیل القدر صحابه کرام په شهادت رسېدلي دي حمزه رضی الله عنه د نهه شپېتو ۶۹ صحابه کرامو سره یو ځای د احد په میدان کې په شهادت ورسېدی. ډېر صحابه کرام لکه زبیر بن العوام ، براء بن مالک ، عمار بن یاسر ، عبدالله بن زبیر ، عامر بن الاکوع رضی الله عنهم او ځيني نور کسان استشهادیان ول او غوښتل یې چې د دښمن د له منځه وړولو او ښه ماتولو لپاره خپل ځانونه هم ووژني.

د صحابه کرامو څخه وروسته هم د مؤمنانو ټولیو  شهادت خپل ویاړ بللی او پر دې مقدسه لاره یې رفتار کړی دی. کله چې اوس په دې وروستیو کې د مؤمنانو رهبران په شهادت رسيږي دا د مؤمنانو ناکامي نه بلکه کامیابي ده.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ