افغانستان

د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې سرتېري برید اربکیانو ته درانه تلفات اړولي

نن ټکی آسیا : په هغه خبر کې چې همدا شېبه مو تر لاسه کړ ،راغلي دي چې نن سهار ۷ بجې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لویه لار د محلي پولیسو په یوه پوسته سرتېری برید شو .

 دغه برید چې د یو عراده سراچه موټر په مټ د کابل-کندهار د لویې لارې څنډې ته د خالو خېلو په نوم په پراته کلي کې ترسره شوی په پایله کې يې شاوخوا ۹ تنه اربکیان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي حبیب الله له نن ټکي آسیا سره د خبرو پر مهال دا برید خورا زورور وښود او په وینا یې له برید وروسته سمدستې په پوسته کې پرتو محلي پولیسو پر شاوخوا کلیو د ډېر وخت لپاره ډزې کولې. نوموړی زیاتوي،  له ډزو وروسته جوته شوه چې د پوستې ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې او د پولیسو موټر یې په خپلو سترګو په داسې حال ولیدل چې خپل مړي یې انتقالول.
 د قره باغ ولسوال فضل الله محمد نظروال له خبریالانو سره په نیولې اړیکې کې د پېښي پخلی وکړ او زیاته یې کړه ، چې په برید کې د پوستې ودانۍ ته دروند زیان اوښتی او د ده په خبره یوازې دوه تنه اربکیان پکې هم ژوبل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښي مسؤلیت په غاړه اخیستی او زیاتوي چې دا برید د یوه موټر په مټ ترسره شو ، په پوسته کې د مېشتو نهه تنو اربکیانو پر وژل کېدا سربېره یې په پوسته کې ولاړ رینجر موټر ، څو موټر سایکلان او د پوستې ودانۍ په بشپړه توګه له منځه وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x