نثري درباریان

محمدرحیم سکندر

په پخواني ادب کې لولو: پاچاهانو به ځینې درباري شاعران ددې لپاره ساتلي ول چې که کوم وخت داسې بده ورځ راغله نو شاعران به مو پخپلو قصیدو او شعارونو سره هڅوي تر څو په شا رانشو .

ډېری وخت به د دوو قبیلو مشرانو او یا ددوو هېوادونو پاچاهانو په خپل منځ کې دتفریح (ساعتیري) په ډول پهلوانان سره جنګول او درباري شاعرانو به ورته دباتورۍ او له ولولو ډک شعارونه وړاندې کول ، که دکومې قبیلې پهلوان به میدان وګاټه نو دبریالیتوب په راز کې به یې نیم رول دشاعر هم باله کیده .

ما ته هم دماشومتوب دکلي څو ښادۍ (ودونه) یادیږي چې پېغلو به پکې دا سندره ویله :

مجاهده وروره قوه درنده ده

په راکېټ یې وله دکفر شپه ده

خو په اوس وخت کې شعر پېژندونکي (شعار ویل) دشعر هنریت ته زیان اړول بولي ، البته په اسلام کې شعار په حقه ویل جواز لري ، محمد(ص) هم دکفارو پرضد یو شاعر ( حسن بن ثابت ) ساتلی و او کفارو هم دمسلمانانو پر ضد شاعران ساتلي وو .

شعار لوڅې وینا ته ویل کیږي او په هره زمانه کې دا دوره تېره شویده خو شعر چې شعر وي شعار زیان نشي ورته رسولی او نه یې تر اوسه ورته رسولی دی . پخپله اوسنۍ لوڅې سندرې چې اورو یې عین شعار دی ، همدغه درسنیو مسؤلین یې نشروي چې له شعاره بد وړي ، دا خو دا معنا چې پخپله په دوی کې دعقیدوي او وطني احساس مشکل دي .

درباریتوب هم په نثر او هم په شعر کیدای شي ، دا دواړه پخوا هم وو او اوس هم شته ، که شعار ویل دشعر په پیکه والي کې رول لوبولی شي نو فرمایشي لیکنې هم دښه لیکوال نثر بې خونده کولی شي ، ځکه دی اکثره وخت په رښتنولۍ سترګې پټوي او دغه تمرین یې سبا عادت ګرځي .

په یوه حکایت کې مې لوستي وو : (كامياب مديران هغه دي چې تر ځان زيرك خلك په كار وګوماري.) اوسني ولسمشران ، والیان او قومندانان هم تر ډېره پخپل مدیریت کې کامیاب دي ، ځکه داسې ځیرک درباري لیکوال ور سره دي چې مامور او مدیر هغه څه ته چې ور فکر یې هم نه وي خو لیکوال یې د کامیابۍ پوړ ته رسوي ، وینا او ویندویي هم په نثر کې راځي .

رحیم الله ګربز یو نالوستی کس دی ، خو یو چاته دتوصیف ورکولو استعداد لري ، که څه هم تلفظ او جمله بندیي یې چندانې ښه نه ده خو خپل ملګري او ناست کسان خوشالولی شي …

رحیم الله ګربز چې په اکثره سپورتي ټورنمېنټونو کې دکمېنټرۍ اوتبصرې دنده پر غاړه اخلي ، یو هنر یې دا هم دی چې د پښتو لغتونو سره د وروستاړي په ډول عربي هم کاروي لکه : ګول وهي یه ، بال را نیوییه او … دغه سړي ته چې په میدان کوم رئیس او یا قومندان سل روپۍ ورکړي نو دی وايي چې پلاني له ورزش کارانو سره  زر روپۍ کومک وکړ ، نو په دې ځای کې بل څوک هم مجبور شي چې یو سلګون او یا پنځه سویز ورکړي او دی یې لس زره اعلان کړي . درباریتوب دعطرو په شان بوی کوي . تاسې به ځینې ورځپانې ، مجلې ، تلویزیونونه ، راډیوګانې او نورې بریښنایي رسنۍ تعقیب کړې وي چې په مستقیم ډول د یو څو پیسو او یا څوکۍ تر لاسه کولو په خاطر هر ورځ د کوم والي ، وکیل او رئیس لخوا حمایه کیږي ، شپه او ورځ دهغه والي او رئیس په صفتونو او مدحو او عکسونو راڅرخي ، چې په اصل کې هغه ډول نه وي او ددوی خلاف کسانو او ګوندونو پسې هغسې هجو او بد وایي چې پکې موجود نه وي .

دلته احساس شاته پاتې شو او له ځانه مو نثري دربارایان جوړ کړيدي. استاد اسدالله غضنفر له ښې ورځې نه و ویلي بلکې له بدې ورځې یې ویلي دي چې ((اخبارونه دکلیشوو ځالې دي )) ځکه استاد په دې نظر دی چې احساس نشته مادیات دي او کله چې کوم کار په ایماندارۍ سره نه تر سره کیږي هغه کار نه سپرغۍ لري او نه عمر لري .

په ادبیاتو کې په محدودیتونو رامنځته کولو سره ادبیات پیکه کوو ، خو په لیکنو کې درباریت بیا عیب نه ګنو ، که په رښتیا سره شعار شعریت ته زیان اړوي نو درباري نثر هم د یو ښه لیکوال نثر ته زیان اړولی شي ، سپینې خبرې په هغه چا بدې لګي چې هغه ډول نیمګړتیا ولري ، ګني نو ولې بیا نثري درباریان هنرمندان وبولو ، زړې خبرې او تکراري موضوعات دلیکوالۍ فن ته تاوان رسوي . که چېرته درباري شاعري عمر نه لري نو په دې مطمئین اوسئ چې درباري نثر مو هم هنر له مرګ نه شي بچ ساتلی …

د اردو ژبې مشهور شاعر اسدالله خان غالب چې یو وخت ښه شاعر و ، په همدې موقع کې د مغلو په دربار  کې کار شروع کړ ، ولې شاعري یې پیکه نه شوه ، ځکه د لویو هنرمندانو همدغه خوبي وي چې د زمان او مکان له بدلون سره نه پیکه کیږي .

دغه راز استاد اسدالله غضنفر هم چې اوسمهال په دربار کې دی ، خو نثر یې نه دی خراب شوی ، مګر دومره راته ښکاري چې لیکنې یې کمې خپریږي ، نه پوهیږم چې غضنفر به لیکنې له ځان سره ساتلې وي او که سست شوی به وي .

ځینې باذوقه کسان په دې اند دي چې که یو شاعر په شعر رزق پیدا کولی شي کومه بده خبره خو نه ده ، ځکه همدغه خلک چې په درباري شاعرانو پسې خاندي او په شعر پیسې ګټل عیب ورته ښکاري ، نو دوی چې کتاب چاپ کړي ولي یې په پیسو پلوري ، دوی دې هم وړیا ورکوي کنه ځکه هنر دی نو ، دغه راز نثر ي درباري هم وبوله …

د درباري نثر یو لوی عیب دادی ، چې اکثره تاریخونه غلط لیکل شوي او علت یې دا دی چې په فرمایش لیکل شوي ، د څه وخت لپاره یو والي ، وزیر او پاچا په خپله دوره کې څه نا څه محدود فعالیتونه تر سره کړیدي ، نو خپلې فرهنګي ډلې یې په ګټه بوس پسې ویشتي دي او نن سبا یې متاسفانه مونږ د تاریخ په نوم لولو .

نننۍ دولت کې هم ځینې کسان شته چې د ټولنیزو شبکو ( فسبوک او ټویټر) له لارې یې مخالفې ډلې ته ښکنځلې او سپکې سپورې کولې او کوي یې او ددې چټیاتو ویلو له لارې یې دولت ته ځانونه ور نېږدې کړل او  احساس یې تر دې پیاوړی دی چې دولت ور سره وي ، ګنه نو په پیسو خو د مخالفې ډلې په ګټه هم پوسټونه او توصیفات وړاندې کوي .

له نثري درباریانو سره اوس لوستونکي داسې عادت شوي ، چې که دوی په خپل طرز لیکوالي نه کوي ( سپکې سپورې ) نه وايي ، نو مینوالو ته هم یو ډول پیکه او سست ور معلومیږي . دوی مجبور دي چې تر پایه همدغه ډول لیکوالي وکړي ، دوی اړ دي چې د دوی د لیکوالي لپاره داسې حالات واوسي ، کنه نو په سوله او ارامه فضا کې د دوی لیکنې چلیږي هم نه او نه یې پخوانۍ لیکنې عمر لري .

بله دا خبره که ادبیات مونږ ته خوند او فکر دواړه راکوي ، بیا هغه شاعران چې شعار ( ترانې ، قصیدې او اصلاحي ) کلامونه وايي . دوی خو یې ددې په خاطر نه وايي چې د ا شعرونه دې په ادبیاتو کې شامل شي  او یا دې زمونږ  هنر ژوندی پاتې شي ، دوی یې د خپل هدف لپاره کاروي ، ایا که بریا یې په برخه شوه بیا شعار سوپر طاقت نه بولئ !؟


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ