کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / کشمير: د هندي پوځيانو پر مرکز برید کې ۱۷ عسکر وژل شوي

کشمير: د هندي پوځيانو پر مرکز برید کې ۱۷ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو په پوځي مرکز د وسله والو په برید کې ۱۷ پوځيان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

هندوستان ټایمز هندي ورځپاڼې د راپور له مخې سهار وختي ۵ بجې او دیرش دقیقو څو تنه وسله‌وال د هند د پوځ یوه مرکز ته داخل شول او ډزې يې پیل کړلې.

دغه پوځي مرکز د پاکستان سره نېږدې د کنترول پر کرښه پروت دی چېرې چې د دواړو لورو ډيری پوځيان مېشت دی.

د راپورونو له مخې ټول بریدګر ۴ کسان و او د څو ساعته جګړې وروسته وژل شوي دي.

د هند پوځ ویلي چې د ۱۸ ستمبر په برید کې ۴ بریدګر او ۱۷ پوځیان وژل شوي دي. د پوځ د شمالي کمانډ په وینا په دغه مرکز کې ډیری پوځيان مېشت دي چې د دندې تر سره کولو وروسته دلته په خیمو کې ارام کوي او په دغو خیمو کې د اور لګېدو له کبله درانه ځاني زیانونه هندي پوځ ته اوښتي دي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د اګست میاشت کې د هندي پوځ پر یوه کاروان برید کې ۳ امنیتي ځواکونه ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

په هندي کشمیر کې تر هغه وروسته حالات کړکېچن شول چې هندي پوځ د جولايي په اتمه د حزب المجاهدین په نوم ډلې ځوان قومندان برهان واني و وژلو.

د دغې پېښې وروسته په کشمیر کې یو ځل بیا لاریونونه پیل شول او هندي پوځ په کشمیر کې ګرځبندیز ولګولو.

د برهاني تر وژنې وروسته د هندي پوځ په ډزو تر دې دمه ۹۰ کشمیریان وژل شوي او د ټپیانو شمېر زرګونو ته رسیږي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ