نړۍ

سوریه: امریکايي ځواکونو د بشارالاسد ۸۳ عسکر بمبار کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): امریکايي ځواکونو په سوریه کې د بشار الاسد په ځواکونو بمباري کړې چې له کبله یې ۸۳ پوځيان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې روسي پوځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې امریکايي اتحادي ځواکونو په دیرالزور کې څلور هوايي بریدونه وکړل.

اعلامیې زیاته کړې چې هوايي بریدونه چې ایف ۱۶ او ای ۱۰ جنګي الوتکو ترسره کړي ۶۲ د بشار الاسد ځواکونه وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي. خو عربي رسنۍ بیا وايي چې په بریدونو کې ۸۳ عسکر وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.

د سوريې رسمي خبري اژانس «ثنا» د روسي ځواکونو د پوځ د خبرپاڼې له مخې لیکلي چې «په سوریايي پوځ باندې د امریکا او اتحادي هېوادونو برید د دې ښکاره ثبوت دی چې دوی د ترهګرې ډلې داعش مرسته کوي».

دا په داسې حال کې چې امریکا او روسيې څو ورځې وړاندې په سوریه کې په جنګ بندۍ هوکړه کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

نو که نوره دنیا کی هر څه کيږي تاسو ته یی خير؟ تاسو خو خپل طالبي خبرونه خوروئ دبمونو او چاودنو او مرګونو. ستاسو نو دمتمدنی دنیا سره څه کار دی. تاسو دخپل پنجاب غلامي کوئ دنور سړيتوب سره مو څه کار دی؟ او که داسی نه وي نو دخپلو پنجابي بادارانوپر خلاف خو هم يو څه ولیکئ

افغان

هر څوک چه چا به غیږو کی ناست او د لنګی غوا په شان سینه یی روی هغوی متمدن بشریت دی هر چیری چه وژنی کوی هیوادونه اشغالوی هلته د ځوانانو د باره نشه توکی تولید او اماده کوی ، نړیوال قضای مصونیت لری هغوی بیا هم متمدن دی دهغوی بمونه ، ټانکونه ، الوتکی ، کروز میسلونه او ناپالم بمونه او داسی نور ټول متمدن دی که د چا وینی توی کوی هغوی دهشتګر دی ځکه چه دوی ته سجده نه کوی نهه نوی رسنی یی په واک کی دی او کومه یوه چه لږه خبلواکی لری هلته هم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x