نړۍ

ډيلي ټيليګراف: له مصر نه د روسي چارواکو لیدنه د خپل پوځي نفوذ د زیاتولو لپاره ده

نن ټکی آسیا: برتانوي ډيليګراف په خپله پرونۍ ګڼه کې ويلي چې د روسي مهمو چاروکو د مصر نه ليدنه د خپل پوځي نفوذ د زياتولو او د امريکايي نفوذ د مخنوي لپاره ده.
ډيلي ټيليګراف ليکي چې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاروف او د فاع وزیر سرګي شیوګو د دې لپاره مصر ته تللي چې په سیمه کې د خپلو وسلو لپاره زمینه برابره کړي.

ورځ پاڼه زیاتوي چې د دغو وسلو په لیست کې کيدای شي داسې پرمخ تللې وسلې وي چې مصر يې د سینا په سیمه کې د اسلامپالو پر ضد وکاروي. روسي سرچينې وايي چې په دغه لیست ميګ ۲۹ جنګي طیارې هم شاملې دي چې د مصر ځانګړو قواوو ته به ورکول کيږي او دغه پوځي سودا کيدای شي د مصر اقتصادي حالت نور له ستونزو سره مخ کړي. ورځپاڼه زياتوي که د وسلې اخیستلو دغه تړون لاسلیک شي، نو دا به په دې اخري لسیزو کې تر ټولو ستر تړون وي.
بل پلو د مصر د بهرنيو چارو وزیر نبیل فهمي ويلي چې د مصر نوې بهرنۍ پالیسي به د تېر ديکتاتور حسني مبارک له پالیسي مختلفه وي.
ورځپاڼه وايي چې په همدې ورځو کې د روسې د استخباراتو مشر میخاييل فرداګوف له مصري چارواکو سره په قاهره کې ليدلي و او په مصر کې د روسي پوځي اډې د امکان په اړه يې ورسره خبرې اترې کړي، چې دا به په سیمه کې د روسيې تر ټولو ستره پويځ اډه وي.
ډيلي ټيليګراف په همدې ليکنه کې د امریکا او سعودي اړیکو ته هم اشاره کړې چې سعودي واکمن له امریکا په دې ګيله من دي، چې ولې يې د مصر پخواني ديکتاتور حسني مبارک ملاتړ ونه کړ او همدا رنګه د بشار الاسد د نه لرې کولو له امله هم خوابدي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x