افغانستان

د ځمکې پر سر شخړه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

نن ټکی آسیا: د وردګ ولايت د سيد اباد ولسوالۍ د بي بي مهرو په کلي کې د ځمکې پر سر په وسله واله نښته کې دوه (۲) تنه وژل شوي او شپږ (۶) نور ټپيان دي.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا دغه کسانو د پنجشنبې ماښام 2013-11-14 په هغه ميراثي ځمکه جګړه کړې چې له يو تربور څخه ور پاتې وه او هر يو يې خپله بلله.

د بي بي مهرو د کلي يو تن اوسيدونکي محمد الله افغان اسلامي اژانس ته د ټلفون له لارې وويل ټپيان د وردګو د ملک محمد خان او غزني ولايت روغتونونو ته وړل شوي، چې د هغوى روغتيايي حالت هم د انديښنى وړ دى.
د وردګ چارواکو په ځانګړې توګه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ولايت د مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې پرون د سيد اباد د ولسوالۍ د (لوړه) په سميه کې د وولسي وګړو تر منځ نښته کې دوه تنه مړه او درې نور ټپيان شوي، او د دې ولسوالۍ د (مرو) په سيمه کې د وسله والو طالبانو د دوه ډلو تر منځ جګړه کې دوه تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي، خو طالبانو د چارواکو دغه څرګندونې نه مني، او د (بي بي مهرو) د سيمې اوسيدونکي وايي چې جګړه د عامو خلکو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.
(بي بي مهرو) کلى تر ډېره د افغان دولت له ولکې د باندې ده نو ځکه يې هم دولتي چارواکي په اړه معومات نه لري، او د سيمې خلک خپلې دعوې پر طالبانو فيصله کوي، د همدې قضېې حل ته هم له جګړې ورسته طالبان ورغلي دي.
که څه هم په ډېرو سيمو کې طالبان په عاجلو او عادلانه پرېکړو د خلکو د محبوبيت وړ ګرځيدلي، خو د (بي بي مهرو) د کلي اوسيدونکي وايي چې په دې سيمه کې طالبان د شخړو د حل او فصل پر مهال اړيکې پالي.
طالبان چې وخت په وخت په بيلا بيلو سيمو کې د پريکړو او حتى د شرعي حدودو د نفاذ خبرونه خپروي د سيد اباد په ولسوالۍ کې د رامنځته شوې دې پېښې په اړه يې تر دې دمه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x