شعـــــرونه

غزل/ سيد الهام

سيد الهام

مړو بڼو او مړو کتو ته به څوک تم شي
د دې غشو ګزاروته به څوک تم شي

د وصال جام خو هر څوک څښي په مینه
د فراق ترخو پیالو ته به څوک تم شي

پټ په زړه کي خو هریو لري بې شمیره
د فاني ژوند ارمانوته به څوک تم شي

ملامت نه وي مین چي ناقرار وي
د زړګي سویو زخمو ته به څوک تم شي

چي هر چالیدلی دی هغه مړ شوی
اې د دې ښکلي لیدو ته به څوک تم شي

چی د کلي له ملا نه یې زده نکړو
د نکیر منکر سوالو ته به څوک تم شي

د نغري سپوکي زغمای نه شو الهامه
د دوزخ و سرو لمبو ته به څوک تم شي
.
2016/7/23
پکتیا، ګردیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x