افغانستان

د ایساف یو سرتېری ووژل شو

نن ټکی آسیا: د ایساف مطبوعاتي دفتر په یوې خپره کړې اعلامیه کې د هېواد په سویل کې د خپل یوه عسکر د وژل کېدا خبر ورکړ.
 په اعلامیه کې راغلي چې دا سرتېری د هېواد په جنوب کې د سړک غاړي ماین په چاودنه کې وژل شوی.

اعلامیه د تېر په څېر ، دا ځل هم د خپل سرتېري د هویت،نورو تلفاتو  او د پېښي د ځای-ځایګي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
که څه هم له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو د پروسې په اغېز په افغانستان کې مېشت د ایساف اشغالګر ځواکونه خپل تلفات کم ښيې؛خو بیا هم د دوی له لوري د خپرو شویو ارقامو له مخې د روان عیسوي کال له پيله راهیسې په افغانستان کې ټولټال ۱۵۰ تنه بهرني عسکر وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x