
زه چې مالدار وم (نظم)
اسدالله غيرت
زه چې مالدار وم د هر چا زړه کې مې ځای لرلو
کلی ، خو پريږده د دنيا زړه کې مې ځای لرلو
هر يو سړي به ما ته ډير ډير احترام کولو
هر چا له لرې نه ، زما په لور سلام کولو
زه چې مالدار وم هر سړي زړه او ځېګر ګڼلم
په ټولو خلکو کې يې زه د رړګي سر ګڼلم
زه چې مالدار وم هر سړي مې ملګرتيا کوله
دوی به ثواب ګڼلو ما به که ګناه کوله
د قام د لويو او وړو په خوله کې خان ومه زه
لکه خپل ځان داسې په ټولو خلکو ګران ومه زه
نوم کې اختر وو ، په ټول قام کې اخترخان ومه زه
منې ، چې دومره هر سړي ته قدردان ومه زه
اوس ……
اوس چې غريب شوم ، هر سړی له ما نه کرکه کوي
لکه د شنې غنې لوګی له ما نه کرکه کوي
اوس زه اختر شوم اوس هماغه اخترخان نه يمه
اوس د پخوا په شان په خلکو باندې ګران نه يمه
چې په لار څوک راباندې راشې رانه لار بدلوي
واړه ملګري يې له مانه وار په وار بدلوي
چې د غربت په تېرو غشو لګيدلی يم زه
له هغې ورځې نه ، هر چا له زړه ويستلی يم زه
اوس تنها پاتې شوم ، هېڅوک مې ملګرتيا نه کوي
غريب شوم ، ځکه مې غيرته څوک پروا نه کوي.
پای
مده خيل