نړۍ

په مصر کې د کودتا پر خلاف د امضا راټولو کمپاین پیل شوی

نن ټکی آسیا: په مصر کې «کودتا باطله ده» تر نامه نامه لاندي د کودتا مخالفینو د لاسلیکونو د راټولو په کمپاین پیل کړی دی چې تر اوسه پورې د څه باندې ۴ میلیونو لاسلیکونه راټول کړي دي.
د نوموړي کمپاین د جوړونکو لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې د لاسلیکونو د تثبیت او تایید په خاطر یوه بې طرفه اداره کولی شي چې کنټرول وکړي خو په شرط چې په کمپاین کې ګډون کوونکو ته کوم زیان ونه رسیږي. لومړی باید موږ ته ددې خبرې ضمانت راکړی شي چې په کمپاین کې ګډون کوونکو ته کوم زیان نه رسیږي وروسته به موږ دا ټول لاسلیکونه د هغوې په اختیار کې ورکړو.
په څرګندونو کې راغلي دي چې کمپاین د سختو مالي ستونزو او د کودتاچیانو د ګواښونو سره سره دوام لري. نوموړو ویلي دي چې دا کمپاین د کوم سیاسي ګوند، ټولنې یا سازمان سره تړاو نلري دا یواځې د بې طرفه خلکو غږ دی.
دا د هغه مظلومانو غږ دی چې په ناحقه توګه يي وینې تویې شوي دي . دا د هغه یتیمانو او کنډو غږ دی چې په ناحقه توګه یتیمان شوي دي .
دا ګام یوازې د وطن په خاطر پورته شوی دی .
د کمپاین تنظیمونکي عبدالرحمان منصور ویلي دي چې موږ هدف د ۳۰ میلیونو لاسلیکونو راټول دي . موږ غواړو چې جولای د دریمې د عسکري کودتا پر خلاف د ۳۰ میلیونو تنو مصریانو لاسیلکونه راټول کړو. موږ غواړو چې خپل غږ نړیوالې ټولنې ته ورسو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x