کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / غزل/ نور احمد صديقي

غزل/ نور احمد صديقي

نور احمد صديقي

په نیمه شپه کې له دیوال سره خبرې کوم
زه داسې شوی یم له خیال سره خبرې کوم

چې مات زړګي ته مې پتری به لګوی شي که نه
ورځمه نن به له کلال سره خبرې کوم

د ورځو مینځ کې یې په ټنډه څومره ښکلی ښکارې
جوړ د شهید د وینو خال سره خبرې کوم

پنځه وخته چې مخامخ یمه کعبې ته ولاړ
دنیا شي هیره ذوالجلال سره خبرې کوم

د خیال خبرو نه په څه کمال غزل جوړوي
صدیقي اوس له دې کمال سره خبرې کوم

نوراحمد صدیقي
1395-6-27

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ