کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د ننګونو پر وړاندې يوه بېوسه حكومتي اداره!

د ننګونو پر وړاندې يوه بېوسه حكومتي اداره!

ف،فايض

لكه څرنګه چې د انسانانو مزاجونه سره توپير كوي، دغسې د ټولنو مزاجونه هم سره توپير كوي. كه لويديځ په پام كې ونيسو كه چېرې د فرانسى تر لوى انقلاب د مخه د لويديځ حالات وګورو، هغوى تر موږ په وار وار بدې ورځې تېرې كړي دي، خصوصاً كه د هغوى د منځنيو پيړيو تاريخ وګورو او د عقايدو د تفتيش دوره وګورو؛ نو داسې څه  د سړې مخي ته راځي پرته له دې چې ورته يوه ترخه خندا وكړي، نور څه كولاى شي. كه چېرې لويديځ اوس د قانونيت مرحلي ته رسيدلى نو ډېر پړاوونه يې وهلي دي او بيا دغې مرحلې ته رسيدلي دي.

په دې منځ كې زموږ د ټولنې مزاج كاملاً ځانګړى دى، دلته كه حكومت واګى سستې كړې نو له واره حالات دومره پېرو خوري چې بيا يې كابو كول اسانه كار نه وي، البته زه دا نه وايم چې زموږ ټولنه دى د ډكټيټرشپ خواته ولاړه شي او چاته دې د يوې ريښتيا خبرې كولو اجازه هم نه وركول كيږي او يا دې لكه عبدالرحمن خاني عصر په يوه خوب ليدلو د يوې كورنۍ درې وروڼه اعدام ته سوق كړاى شي، خو دومره بيځايه آزادي هم نه چې مافيايي كړۍ، بدماشان، غاصبان، قاچاقبران او نور د حكومت پر وليو سپاره شي، كه چېرې قاچاقبران په رڼا ورځ په كانټينرونو كې روغي هليكوپترې او د هليكوپترو پروزې قاچاق كوي پر دې خو هر څوك پوهېږي چې تر شا يې د زور واكو لاسونه دي. په ننګرهار كې دكانال ځمكې د نوي كالو له پاره په اجاره وركول كېږي او هغه هم په يوه ډېره ناچيزه اجاره چې دا د غصب يوه ډېره نوې او پر مختللي طريقه ده؛ خو حكومت يې يا پوښتنه نه كوي يا يې نه شي كولاى.

زموږ روانې ناخوالې بې له شكه چې ډېر عوامل لري؛ د امريكا او ناټو له حضوره يې را واخله د ګاونډيانو تر بيشرمانه لاسوهنو پورې؛ خو كه سړى ښه ورته ځير شي تر ټولو لوى عامل يې زموږ د حكومت كمزوري ده، حكومت د مافيايي كړيو مخه نه شي نيولاى، د بهرنيو جاسوسانو مخه نه شي نيولاى، د غاصبينون مخه نه شي نيولاى، د قاچاقبرانو مخه نه شي نيولاى، په اداري فساد كې د ښكيلو كسانو مخه نه شي نيولاى، فقط پر يوه غريب او بېوسه يې وس بر دى چې ويي نيسي، زندان ته يې واچوي. د كيلو هېروئينو يا اپيمو قاچاقبر نيول كېږي زندان ته اچول كېږي، خو هغه چې په دولتي موټرو كې قاچاق كولاى شى، نيول شوي كسان يې د فوق العاده فرمانونو په وسيله پرېښودل  كېږي، دا ځكه چې حكومت پر مصلحتونو ولاړ دى او حكومت ځان همدغو زور واكانو ته محتاج بولي. كوم زورواكى حاضر دى چې په يوه شرعي محكمه كې  د خپلو شتمنيو حساب وركړاى شي؟ څوك ويلاى شي چې له كومه يې كړي دې؟ په تلويزيونونو كې خلك كښيني او په ښكاره د وسله والو مخالفينو دفاع كوي؛ خو حكومت يوه ورځ هم له يوه نه و نه پوښتلاى شول چې ته چېرته ناست يې؟ كه چېرې حكومت مخالفين په حقه بولى بيا خو دې واك ورورسپاري او هره ورځ دې د هېواد لسګونه او سلګونه ځوانان، پرې نه وژني، او كه ځا ورته په حقه ښكاري، بيا له دغسې كسانو ولې پوښتنه نه كوي. استاد سياف چې وويل چې د مخالفينو اعلاميې په وزير اكبر خان كې ليكل كيږي، حكومت ولې پرى ځان غلى كړ او بيا ولې د استاد پر خلاف په فيسبوك كې د همدغو كسانو له خوا د ستغو سپورو يو طوفان را پورته شو؟ دلته غله ته جزا نشته، له يوه دوه درې موردو وراخوا نور چا ته جزا وركړل شوه او ته بيا دې ته وګوره چې همدغه كړۍ د وخت امنيه قوماندان ته ګواښونه كوي چې چېرته به رانه خلاصېږي!

زه دا منم چې حكومت ته هم دا ګرانه ده چې په يو ځل دغو ټولو مفسدينو او شريرو انسانانو ته غېږ وركړي؛ ځكه هغوى اوس پر لويو لوي سازمانونو بدل شوي چې ريښې يې له ګاونډيو هېوادو نه، نيولې تر لرې لرې ځايو پورې رسيږي؛ خو دا خبره حكومت ته برائت نه شي وركولاى، بالاخره بايد حكومت له يوه ځايه شروع وكړي، كه چېرې حكومت د يوه فاسد او شرير ښكرونه مات كړل، نور بيا پخپله ځان كنټرولوي.

تاسې وګورئ دا دوه درې هفتې وشوې چې ننګرهار په تيارو كې ډوب دى د سروبي بريښنا په جلال آباد غوڅه شوې ده، كله يو پلاوى په عذر ورځي كله بل خو حكومت داسې نه كوي چې درانه نظامي عمليات پلان كړي او د هغې سيمې د بدماشانو نوغى وباسي.

كه چېرې د حكومت وجودي فلسفې ته پام وكړو، نو د حكومت معنا همدا ده چې بايد يو داسې ځواك موجود وي چې ناخوالې سمولاى شي، اوس خو متأسفانه افغانستان عملاً د ملوك الطوايفۍ په خونړيو پنجو كې را ګير دى. دا سهي ده چې بڼه به يې د نولسمې پيړۍ له ملوك الطوايفۍ سره توپير لري، خو دا اوسني حالت له هغه حالت سره ډير تفاوتونه لري، اوس خو هر زورواكى، هر مفسد او هر غاصب له حكومت نه باج اخلي، متأسفانه حكومت هغه ناسمې  هم سمې نه كړې چې په واك كې يې دي، د خداى پار دى په يوه اداره كې څو ډوله معاشونه د يوه “معاش” وي چې د ارواښاد استاد خاورې په تعبير پرې عيشونه كوي او د بل “تنخوا” وي چې يواځې دده شخصى جيب له پاره كفايت كولاى شي، خو د خپلۍ كورنۍ اعاشه او داياته پرې نه شي كولاى چې دا پخپله خيانت، رشوت اواختلاس ته لاره پرانستل دي او هغه د استاد الفت خبره

زمونږه په محله كې يو دوه كوره ماموران دى

تنخواه اوپه رتبه كې څه فرق نه لري يو شان دي

د يو خوراك  يې هره شپه نرۍ وريجې چرګان دي

د ورځې كبابونه سالنونه نور شيان دي

دې بل مامور كره تل ماشومان ګورم چې ژاړي

پخ كړي يې پيتي وي، دوى ښوروا له موره غواړي.

حكومت پخپل لاس په دولتي دارو كې د بې عدالتي تاداو ايښي دى چې دا پخپله فساد ته دعوت وركول دي.

 


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ