کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / بازارونه/ رضوان الله فيضاني

بازارونه/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني

راورېږي لعنتونه بازارو کې
کېږي رنګ رنګ ګناهونه بازارو کې

شيطانان پکې ګرځېږي ډلې ډلې
خوړل کېږي قسمونه بازارو کې

که خيانت دی که دروغ دي او که غلا ده
وهل کېږي قمارونه بازارو کې

فحاشي بې حيايي او عياشي ټول
دي هر قسمه عصيانونه بازارو کې

نر او ښځې ټول يو ځای پکې تاوېږي
پل پر پل دي بد کارونه بازارو کې

له شرعي عذر نه غير ورتلل ښه نه دي
پليتېږي قدمونه بازارو کې

اندامونه په ګناه مبتلیٰ کېږي
خرابېږي روغ فکرونه بازارو کې

( فيضاني ) له بازارو نه لرې ګرځه
ابليس ږدي همېش دامونه بازارو کې


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ