لنډه كيسه: بې كاري

ليكوال :: محمد اعيان

ژباړه    :: محيب رحمتي

د دروازې زنګ ووهل سو، آمنې ورمنډه كړه دروازه يې خلاصه كړه، انور په ستړيو ګامونو كور ته ننوت، آمنه خپل ورور ته مخامخ كېناسته، هغه ته يې په اميدونو ډك نظر وكتل، انور په مايوسانه لهجه ورته و ويل :

– نه زما خورې! نن بيا ما وظيفه پيدا نه كړه، دلته د غريبانو لپاره هيڅ كوم كار نسته.

انور له تېرې يوې مياشتي راهيسي بې كاره و، كله چي انور د دريو كلونو و پلار يې په ترافيكي پېښه كي ومړ، د انور مور د خلكو كالي پرېمنځل، په ډېر تكليف يې خپل زمن لوى كړي و، انور تر لسمه پوري ښونځي ويلى و، بيا د د كار په لټه كي سو، خو تر اوسه پوري يې كوم كار پيدا نه كړ دا وخت هم انور د بس په تمځاى كي مايوسه ولاړ و، غرمه مهال و، يو اجنبي سړى يې مخي ته ودرېد، ورته وې ويل :

– آيا ته د كار په لټه كي يې ؟ كله چي ته له دې بلډينګه راوتې ما وليدې.

انور د يوې شېبې لپاره سړي ته په غور وكتل بيا يې ورته وويل :

– هو، زه د وظيفې له لټه كي يم.

– زه تاته كار دركولاى سم.

– څنګه كار ؟

– ته به زما سره كور ته ځې، بيا به د تنخوا او كار په اړه پوره معلومات دركړم.

انور د يوې شېبې لپاره په سوچ كي لاړ، بيا يې و ويل :

– سمه ده، زه ستا سره ځم

انور له سړي سره په موټر كي سپور سو، له نيم سات مزله وروسته موټر په خرابه لار له تېرېدو وروسته د يوه كور مخي ته ودرېد، له سړي سره سراى ته ننوت، په يوه لوى دهلېز كي له تېرېدو وروسته يوې كوچنۍ خوني ته ننوتل، د

خوني په پاى كي د مېز شاته يو سپين ږېرى سړى ناست و، په خپلو غټو- غټو سترګو يې انور ته وكتل، بيا يې ورته وويل :

– ځوانه كېنه

انور د سړي مخي ته په يوه څوكۍ كېنوست، سپين ږېري ورته و ويل :

– زه پوهېږم چي ته د كار په لټه كي يې، زه تاته كار دركولاى سم

– زه به څه كوم؟

– ډېر آسان، تا ته به كوچنى بكس دركړل سي، ته به هغه په يو لوى ماركېټ كي يو ځاى پټوى، بيا به له هغه ځايه په څو ثانيو كي راوزې

انور په حيراني و و يل :

– په دې بكس كي به څه وي؟

سړي په ظالمانه رويه ورته و ويل :

– يو زورو بم

انور چيغي كړې :

– څه؟ ته غواړې چي زه د بې ګناه ښاريانو ژوند واخلم، هغوى ووژنم، په ښار كي وېره خپره كړم، زه به تا او ستا په دې كار توكم ………

انور د غصې په حال كي د دورازې خوا ته مخ واړاوه، دستي يې مخي ته ولاړ سړى وليد چي په لاس كي يې توپانچه وه، خوله يې د ده خوا ته وه، د سپين ږېري خندا په خونه كي ازانګه وكړه :

– ته په دومره اساني سره له دې خوني نه سې تلاى، ته بايد دا كار وكړې، كني ستا خور او مور به ووژل سي

انور ورته وويل :

– سمه ده، ماته د فكر كولو لپاره څه وخت راكړئ.

– تاته به وخت دركړم، خو تر هغو پوري به ته دلې اوسې، ستا كورته به حال وركړو چي ته نن شپه د كوم ملګري كره يې.

انور يې يوې خوني ته بوت دروازه يې پسي راپوري كړه، انور په څوكۍ كېناست فكر يو وړ، ډېر پرېشانه و، يوې خوا ته د هغه له امنه ډك ښار او د بې ګناه ښاريانو ژوند و، بل خواته يې خور او مور وه، نه پوهېدى چي څه وكړې او څه ونه كړې، اخر يې و ويل :

– زه به دواړه وژغورم

د انور د خوني دروازه له دباندي بنده نه وه، په نيمه شپه كي له خوني راووت، له دهلېزه راووت د يوې خوني مخي ته ودرېد، په خونه كي د دې خلكو د وسلو ذخيره وه، انور چي كله د خوني دروازه خلاصه وليده حيران سو،  خوني ته ورننوت، بېلا بېل بند صندقونه پراته و، خلاص يې كړل، چي له وسلو ډك دي، په اخر كي يې د خپل مقصد څيز تر لاسه كړ، دا يو كوچنى بم و، په هغه باندي يو كوچنى بټن و، چي په كېښكلو يې بم چاودېدى، له خوني راووت خپلي خوني ته لاړ دروازه يې له دنني خوا په ځان پسي بنده كړه، په لاس كي يې بم ته وكتل، لاس يې رېږدېدى، خولې باندي راماتي سوې، خو د خپلو خلكو د ژغورلو اراده يې پخه وه

د الله نوم يې واخيست بم يې په نس پوري وتاړه، شپه تېره سوه اخر سهار سو نه بجې وې چي د انور خوني ته دوه كسه ورننوتل، له ځانه سره يې سپين ږېري سړي ته بوت، له انور نه يې پوښتنه وكړه:

– اخر تا څه پرېكړه وكړه؟

انور په طنزيه ډول په خندا ورته وويل :

– زه دې كار كولو ته تيار يم

سپين ږېري په ځمكه باندي پروت بكس ته په اشارې سره و ويل :

– سمه ده، نو دا بكس درسره واخله، زما كسان به تا تر ماركېټ پوري ورسوي، ته به دا هلته پټوې، په څو ثانيو كي به له هغه ځايه وزې، پوره په لس بجې به دا بم وچوي، بيا به هري خوا ته مړي پراته وي د خبرو له خلاصولو سره سم د سپين ږېري زهرجني خنداپه خونه كي ازانګه وكړه.

انور له ځانه سره يو څه و ويل،  بكس ته ور ټيټ سو، په همدې وخت كي يې په نس پوري د تړل سوي بم بټن ووهل، يوه غټه چاودنه وسوه، له چاودني سره هلته د وسلو پرته ذخيره هم تباه سوه، د چاودنو دا لړۍ لس دقيقې همداسي روانه وه، په كتو كتو كي هر څه په خاورو بدل سول انور مړ سو، خو د ده د قربانۍ له امله د زرګونو بې ګناه ښاريانو ژوند وژغول سو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.