کور پاڼه / ورزش / کرکټ بورډ ضد لاریون: د کابل-پکتیا لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

کرکټ بورډ ضد لاریون: د کابل-پکتیا لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): نن د لویې پکتیا د مدني فعالانو او ځوانانو له لوري د کابل-پکتیا لویه لاره د غبرګون په ډول وتړل شوه. لاریون کونکي په کرکټ بورډ کې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کوي.

د پکتیا مدني فعالان او ځوانان ادعا کوي چې په د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې غیر مسلکي، مفسد او بې سواده کسان ګمارل شوي.

دوي زیاتوي چې د کرکټ بورډ رهبرې د ځوانو لوبغاړو حق تلفي کوي، د ځینو لوبغاړو سره د کور کلي شخصي دښمنۍ پالي، په ملي لوبډلو کې خپلوانو ته د لوبیدو چانسونه ورکوي، او د کرکټ بورډ ملي بودیجه په مختلفو نومونو خپلو شخصي جبیونو ته اچوي، دوي دا هم وایي چې افغانستان کرکټ د یو څو کورنیو په انحصار کی دی چې دا ددې لامل شوی چې د نورو لوبغاړو مخه ډپ کړي او یوازې کرکټ تر څو کورنیو محدود شي.

دوي له ولسمشر څخه د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کوي او تر څنګ یې ګواښ هم کوي که چیرې ددوي غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي نو نیږدې راتلونکې کې به د کابل-ننګرهار، کابل-کندهار، کابل، پروان لویې لارې هم د ترافیکو پر وړاندې وتړي.

یادونه: یاد راپور نن ټکی اسیا ته د ایمیل له لارې د یوه ازاد خبریال له لوري رالېږل شوی دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ