کور پاڼه / ورزش / افغانستان او بنګلادیش لوبې به بعد له غرمې وي

افغانستان او بنګلادیش لوبې به بعد له غرمې وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د بنګلادیش کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان او بنګلادیش تر منځ درې یو ورځېنۍ لوبې به ورځې-شپې یا ډی اینډ نایټ وي چې په ځايي وخت ۲:۳۰ بجې (افغانستان پر وخت ۱ بجه) بعد له غرمې پیلیږي.

ډیلي سټار بنګلادیشۍ ورځپاڼه وايي چې افغانستان کرکټ لوبډله به روانه اونۍ بنګلادیش ته ولاړه شي او له دغه هېواد سره به د ستمبر به ۲۵مه، ۲۸مه او اکتوبر په لومړۍ نېټه یو ورځېنۍ لوبې وکړي.

تر پرونه د افغانستان سره د لوبو دقیق وخت څرګند نه و. خو د بنګلادیش کرکټ بورډ یو مشر جلال یونس نن دا تایید کړله چې لوبې به د ورځې او شپې وي.

هغه وویل چې د افغانستان لوبډلې ته به په لوړه کچه امنیت او تشریفات ونیسي.

جلال یونس له قوله د افغانستان سره د لوبو لپاره ټکټونه به ډير ژر بازار ته وړاندې شي او څومره چې دی معلومات لري، ټکټونه چاپ شوي دي او خرڅلاو ته تیار دي.

ویل کیږي چې لوبه به د بنګلادیش په غازي تلویزون وښودل شي خو په افغانستان کې تر دې دمه هېڅ یو تلویزون د یادو مهمو لوبو ښودلو ته تیاری نه دی ښودلی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ