د نن سرلیکنه

د حکومت او حکمتیار ترمنځ سوله به د هیواد پر روان وضعیت څه اغیز ولري؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د سولې د عالي شورا له لوري یوځل بیا د حکمتیار او ملي یووالي حکومت ترمنځ د یوځای کیدو اوازې تیزې شوې دي .

د سولې دعالي شوری مرستیال عبد الخبیر اوچقون رسنیوته ویلي چې په راتلونکو دوو ـ دریو ورځو کې به د حکمتیار او ملي یووالي حکومت ترمنځ د یوځای کیدو سند لاسلیک شي.

له تیرو ۵ میشتو راهیسي د حکومت او حکمتیار تر منځ د سولې په اړه هلې ځلې روانې او هرکرت د لاسلیک کیدو په مرحله کې خبره بیرته وځنډیږي.

سوله او د جګړې خاتمه په مجموع کې د افغان ځوریدلی اولس هغه ستر أرمان دی چې د ترسره کیدو لپاره یې ډیرې قرباني ورکړي .

خو د ښاغلي حکمتیار او حکومت ترمنځ د سولې ماهیت ته په کتو سره داسې ښکارې چې دلته سوله د جګړې د خاتمې لپاره نه ؛ بلکې سوله د دواړو اړخونو له لوري د شخصي مصلحتونو د تحقق په غرض ترسره کیږي، هغه مصلحتونه چې ښايي دا مصلحتې سوله په ګډ حکومت کې د یوې بلې لانجې د زيږیدو لامل وګرځي.

د حکومت له لوري له حکمتیارسره د سولې موضوع د دوو هدفونو په غرض تر سره کیږي:

لومړی افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته دا څرګندول چې د سولې شورا هغه بي اهمیته اوغیر فعال ارګان چې له تیرې یولسیزې څخه یې د سولې او سوله ییزو فعالیتونو په پلمه په سلګونو ملیونه ډالرحیف ومیل کړي د دې وړتیا لري چې حکمتیار غوندې مخالف هم له حکومت سره روغې جوړې ته قانع کړي.

دوهم له حکومت سره د حکمتیار په یوځای کیدو د حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ د شته اختلافاتو زیاتول.

ځکه د حکومت مؤسسین (امریکایان) غواړي د حکومت په هر اقدام سره د افغانانو ترمنځ داخلي اختلافات او لانجې راپورته کړي .

د حکمتیار له لوري بیا د سولې له موضوع څخه د هغه د له لاسه ورکړي پخواني پوځي او سیاسي حیثیت اعاده کول او د ګډ حکومت له امکاناتو څخه مادي استفاده کول دي.

که دا خبره نه وي نو د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې په یوه ولسوالۍ کې هم چیرته نه لیدل کیږي چې د ښاغلي حکمتیار له لوري دي د ملي یووالي حکومت ته پوځي مزاحمت ایجاد شوی وي.

په داسې حال کې چې ګډ حکومت خپله تربل هروخت زیات د داخلي لانجو، بي باوریو او اختلافاتو ښکار دي او د سنبلې د میاشتې په پایته رسیدو سره يي د جان کیري د توافقنامي مصنوعي مشروعیت هم پایته رسیږي ، له حکمتیار او له بل هر مخالف جهت سره یې دا ډول مصلحتي سوله د هیواد په روان بحراني وضعیت نه مثبت اغیز کولای شي او نه ترې د کوم مثبت بدلون توقع کیدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

په رښتیا هم حیرانونکی او د مظلوم اولس به سترګو کی په ښکاره او څرګنده توګه خاوری شیندل دی او یا ورته وایی چه زمونږ ټول نور مو منلی داهم به وج زور ومنۍ !!!!! سوله یا روغه جوړه هغوی کوی چه څه وخت په جنګ کی وو او یا اوس هم په جنګ کی دی که اوس هم په جنګ کی وی لمړی یی اوربند او بیا د روغی جوړی به اړه خبری پیل کیږی او که جنګ ولاړ وی یو اړخ یا دواړه دی ته قانع شوی چه د ورونو یا همکارو به شان په د هیواد به… نور لوستل »

ضمیر

کومه سوله او کوم حکمتیار فکر کوم نور باید بحث پری ونشی حکمتیار او حزب ومړ هغوی نور د بحث وړ ندی نه سوله د دوی په لاس راتلای شی نه هم جنګ نران دی دوی د زرهاوو شهیدانو ارمانونه تل خپل مصلحتونو قربان کری تل یی داسی نظامونه سره ایتلاف کری چی د سقوط به حال ول ای کاش یا خو دا سوله نجیب سره شوی وی ولی چی نجیب سره یو روسی هم نه و پاتی نه هم ادارات دومره فاصد ول نه هم د اسلام ضد دومره سه کیدل چی اوس کیګی ای کاش دا سوله یی… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند

شاغلی حکومتیار جهاد فروش در پس پیری رسمی و علنی غلامی غلامان و سلطه صلیبی را قبول کرد و غلام غلامان شد !

wali khan

لکه نن چی دابعضی دافغانستان ولس طا لب ته هم دشک په نظر ګوری همدا ویره لری چی نه بله ورځی دربانی ، سیاف، مسعود ، حکمتبار په لارو راوان شی. لکه اوس چی هم دی خپل اولادونه یی درسونه وایی خو زمونګ مکتب ورانوی. ربانی ځوی دبرتیا نی تا بعت لری او دا تا بعت یی د خپل پلار په ژوند کی احستی وه. همداسی ټول رهبران سره ونیسی. کا ش چی دخا ین به ټنډه یو داع وی چی هر سړی پری پوهیدلی، زمونګ دمظلوم ولس دپا کو احسا ساتو حخه هرچا استفاده کړی او خپل مزی او… نور لوستل »

زمرک

هره ټولنه ( جه هغه لویه او که کوچنی وی ) ښه او بد کسان لری ، د یو څو ښو او بدو له مخی ټوله ټولنه د پوره شو او یا د پوره بدو په نوم نه شو مسمی کولی، د یوی کورنۍ ټول غړی په یوه کچه نه وی ، د ځینو دا خبره چه لیکی ( خپل اولادونه یی درسونه وایی او زمونږ مکتبونه ورانوی ) د خلکو تیرویستنه د پاره ده او یا هغه کس څه عقلی او عصبی ستونزه لری ، زمونږ هیواذ کله د یوه او کله د بل استعمار له خوا داخلی او… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x