کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ترينکوټ : امريکايي الوتکو دولتي عسکر بمبار کړي

ترينکوټ : امريکايي الوتکو دولتي عسکر بمبار کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): په روزګان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د مرکز ترينکوټ دولتي عسکر بمبار کړي دي.

عيني شاهدان وايي چې په بمبارۍ کې زيات شمېر پوليس وژل شوي.

یاده پېښه نن غرمه مهال را منځته شوې خو حکومتي چارواکو يې په اړه څه نه دي ويلي.

ويل کيږي د امريکايي الوتکو له لوري بمبار شوي عسکر د دې ولايت د پخواني امنيه قومندان مطيع الله پوليس دي.

ځيني سرچينو چې نه يې غوښتل نومونه يې په ډاګه شي ويلي د روزګان د پخواني امنيه قومندان مطيع الله پوليس د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق په اشاره امريکايي الوتکو بمبار کړي.

د يادوني ده چې وړاندي هم جنرال رازق د کندهار ـ روزګان د لويي لاري پوستو د سقوط پړه د مطيع الله د پوليسو په غاړه اچولې او ياد پوليس يې په ناغېړيو تورن کړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ