ټولنیزه برخه

د نیکبختي او بد بختي پنځه سببونه

د حضرت آدم علیه السلام د نیکبختي پنځه سببونه او د شیطان د بد بختي پنځه سببونه:

محمد بن دُوری رحمة الله علیه فرمایلي دي چې:

شیطان د لاندې د پنځو شیانو په سبب بد بخته شو.

1)په خپله ګناه یې اقرار ونه کړ.
2)په خپله ګناه پښېمانه نه شو.
3)خپل ځان یې ملامت نه کړ.

4)د توبې قصد یې ونه کړ.
]5)د الله جل جلاله له رحمت څخه نا امیده شو.

همدارنګه حضرت آدم علیه السلام هم د پنځو شیانو په سبب نیکبخته شو.

1)په خپله ګناه یې اقرار وکړ.
2)په خپله ګناه پښېمانه شو.
3)خپل ځان یې ملامت کړ.
4)په توبه کولو کې یې تلوار وکړ.
5)د الله جلا جلا له له رحمت څخه نا امیده نه شو.

ترغیب المسلمین

یادونه: له دې څخه موږ دا پند اخستلای شو چې که موږ ګناه وکړو نو باید د حضرت آدم علیه السلام په څېر په خپلو ګناهونو اعتراف وکړو ، په هغو پښېمانه شو ، د ګناه په کولو ځان ملامت کړو ، ژر تر ژره ورباندې توبه وباسو او هيڅکله د الله جل جلا له له لوی او ستر دربار څخه ناامیده نه شو ، که نه نو د شیطان په څېر معامله به راسره وشي.

نذیر احمد طه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x