کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / کندهار : د نېش د ملي امنيت مدير په غلچکي بريد کې وژل شوی
د نېش ولسوالۍ د ملي امنيت مدير محمد هارون پوپل

کندهار : د نېش د ملي امنيت مدير په غلچکي بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۵ل):چارواکي وايي د نېش ولسوالۍ د ملي امنيت مدير په کندهار ښار کې وژل شوی.

پېښه تېر ماښام د لسمي حوزې اړوند په کارته معلمين سيمه کې را منځته شوې.

د بريد مسؤليت طالبانو منلی.

ويل کيږي د نېش د ملي امنيت مدير محمد هارون پوپل ناپېژانده موټر سايکل سپرو په ډزو وژلی او له سيمي په تيښته بريالي شوي.

ياده پېښه داسي مهال رامنځته کيږي چې تېره ورځ غرمه مهال د کندهار ـ روزګان د لويي لار پر سر امريکايي الوتکو په هوايي بريد کې د پوليسو پوسته په نښه کړې او د چارواکو له قوله په ياد بريد کې ۸ تنه پوليس وژل شوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ