نظــر

له امریکا سره دقضائي مصئونیت تړون پایلي دویمه برخه

بې توپیره دافغانستان هیواد ټول وګړي  لوستي دي او نالوستي ، په هیواد کې دننه اوسي اوکه په بهر کې ، دیني عالمان او دمدرسو طالبان دي او که دمکاتبو محصلین دي ، په هره سیمه ، ژبه او قوم پوري چې تړاو لري ، دکرزي په ګوډاګۍ اداره کې  سبط دي او یا دکوم تنظیم او ګوند غړي وي  ، که  دکابل دلاسپوڅي ادارې او امریکا ترمنځ  دامنیتي او قضائي مصئونیت  تړون  پخلاف  سخت غبرګون ونه ښيي  نو پایلي به يي  په لاندي ډول وي  :

دامنیتي اوقضايي مصئونیت  تړون  امریکا ته د هر ډول عملیاتو قانوني جواز او اجازه ورکوي ، چې  په دې کې  دډرون بې پيلوټه  الوتکو ړانده بمبارونه  هم شامل دي ، چې دهیواد په لر اوبرکې به دمظلومو افغانانو ویني د سیندونو په شان  وبهیږي ، لکه چې په تیرو تجربو کې داسي پیښي  په  فراه ، هلمند ، قندهار ، خوست ، جلال آباد ، کونړ ، اوشمال  ولایتونوکې وشوي ، خو هیڅ افغان به بیا دهغو پخلاف  دمظاهرو په صورت کې  نړۍ ته  د خپل مظلومیت  اظهارولو حق ونلري ، که کوم څوک بیا دخپل مظلومیت د اظهار په  منظور لارو کوڅوته  دمظاهرې په  توګه  را ووتل  هغه  به  د مردکو په  شلک  ویشتل کیږي  وژل کیږي ، نیول کیږي  زندانونوته به لویږي ،دلوی تور په  جرم به مجرم  پېژندل کیږي او درنې سزاوي به ګالي .

آن تر دې چې په تیرو وختونوکې داسي کرکجن اعمال غربیانو وکړه خو دهغوی  پخلاف  دفرلمان ځینو غړو اوکرزي  پخپله  هم  په مکرجنه  ویناکې  وغندل او له غربیانو يي وغوښتل چې  داسي شوم کردار دي نه تکراریږي ، که څه هم غربیانو دده په غوښتنه  غوږ ونه ګراوه ، لکن د قضائي مصئونیت  تړون  تر لاسلیک کولو وروسته  بیا کرزی  او دفرلمان  کوم  غړی حق نه لري چې  ددوی دکړنو پخلاف  غږ پورته کړي ، ځکه  دتړون  په  لاس  لیکولو سره دوی  غربیانو ته  دداسي  ویر اچونکو اعمالو اجازه ورکړې ده  بیا دوی څه حق لري چې پخلاف يي خپل اواز ډډکړي ، څوک چې یوځل چاته پخپل کورکې د خود سرو تصرفاتو حق ورکړي  بیا که  دکور څښتن  دهغه  پخلاف  غبرګون  وښيي  هغه دهرقانون لمخه ګرم  ګڼل کیږي  .

کوم څوک په نړۍ واله  محکمه کې  دامریکایانو له وحشت څخه  شکایت وکړي  نو امریکا به  د کرزي د ادارې  لاسلیک محکمې ته  وړاندي کړي  او ټول مظالم  به  په قانوني جواز تنویر او تثبیت کړي ، دا به  دافغانانو دقضايي مصئونیت  او امنیتي تړون  لاسلیکولو پخلاف  دغبرګون  نه ښولو دغفلت  او لاوبالۍ هغه سختي  سهوي او خطا ګاني وي چې بیا به  دملینونو سرو له نذرانه کولو پرته په بل هیڅ  چاره  نشي  جبرانولی  .

نو اوس  لا سر شدیار ده  دافغاني اتباعو لپاره موقع مساعده ده چې دلږو تکالیفو په  زغم سره دلویي فاجعې مخه  ډب کولای شي  اوبه  لا تر ورخ  نه دي تیري شوې  .
دقضائي مصئونیت  تړون  لاسلیکولو پخلاف افغاني اتباعوته  لازم دی  چې  په درې  ډوله  سپېڅلي جهاد لاس پوري کړي  ، مسلح افراد داسلامي امارت  دمجاهدینو ترڅنګ ودریږي  د مردکو بارانونه پرې واوروي ، بې وسلې وګړي  په مسلسلودرنومظاهرو غونډو لاس پوري کړي ، او دقلم خاوندان قلمونو ته  لاس کړي  دسپېڅلي قلم  په څوکه کرکه او نفرت اظهار کړي .

ټول  افغاني اتباع  حق لري ، هغه  خلګ  وګواښي  چې امریکایانو او ناټویانو ددې کرغېړني  فروسې دکامیابۍ لپاره دهیواد په دننه او بهرکې کرایه کړي  چې دقانوني یرغمال  تجویز ورکړي ، که هغه دلويي جرګې او فرلمان په چوکاټ کې راغونډوي .

په نېټه د (۱۹  ۸  ۱۳۹۲) دانجنراحمدشاه احمدزي  په مشرۍ چې  دقضائي مصئونیت دلاسلیکولو پخلاف  دهیواد په مرکز کابل ښارکې  درې زره کسیزه غونډه وشوه  هیله بخښونکي وه ، تمه لرم  چې دا سلسله تر انتها پوري جاري  وي  او دهیواد په ګوټ  ګوټ کې  درې  زره کسیزي غونډي  په درې ملیونیزو غونډو بدلي شي  .

داسلام  د سرلوړۍ او کامیابۍ په هیله

… نوربیا ..

مولوي محمد اويس  (عباس)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x