کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / د محمد عليم بسمل دوه نوي غزلونه
مولانا محمد عليم بسمل

د محمد عليم بسمل دوه نوي غزلونه

محمد عليم بسمل

قول قائل سره په تله تلل کيږي
يو شی نه دي د ملا او د چرګ اذان

د منصور او د فرعون په اناالحق کې
دومره فرق دی لکه زمکه او اسمان

غزل

ژوندون خالي رکات دی يو قيام يوه سجده ده
دا ژوند لکه سجده د تلاوت يوه شيبه ده

د زېړو زېړو پاڼو په کفن کې روانېږي
خزان ونې ولاړې دي د حسن جنازه ده

د کور په مخ به اوښکه وي که قلف ورَه پروت دی
له دې کلي نه بيا کډې روانې دي جګړه

بسمله پاک الله نازله کړې له اسمانه
ټپه د پښتنو بې پيغمبره معجزه ده

غزل

وروره شهادت دې اوچت کړي تر اسمان يوو
حورې مو وريندارې د اويا حورو خپلوان يوو

ما دغه مصرۍ افغانستان نه اورېدلې ده
ورکې سولې چېرته يې بيخي درپسې وران يوو

هسې نه بل لاس وي د هلال د تورې شاته
وخته په روژې او په اختر دې هم شکيان يوو

څوک چې د خدای پاک نوم راته واخلي مخ يې نه ګورو
تل راپورته شوي د چرګانو په اذان يوو

چاته چې ونه خاندو بسمله بيا ژړا راځي
ځان سره پټکي غوندې د ډېرو په سر وران يوو


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ