کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني د هند پر پوځي مرکز بريد وغانده

ولسمشر غني د هند پر پوځي مرکز بريد وغانده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني د هند تر کنترول لاندې کشمير کې د هند پر پوځي مرکز هغه بريد په کلکه غندلی چې ۱۷ هندي پوځيان پکې وژل شوي.

اشرف غني دغه برید تروریستي بللی او په وینا یې له ترهګرو سره مبارزه ګډو هڅو ته اړتيا لري.

د هندوستان ټایمز هندۍ ورځپاڼي د راپور له مخې د تيري يکشنبې په سهار وختي ۵ بجې او دیرش دقیقو څو تنه وسله‌وال د هند د پوځ یوه مرکز ته داخل شول او ډزې يې پیل کړې.

دغه پوځي مرکز د پاکستان سره نېږدې د کنترول پر کرښه پروت دی چېرې چې د دواړو لورو لسګونه زره پوځيان مېشت دي.

د راپورونو له مخې ټول بریدګر ۴ کسان و او د څو ساعته جګړې وروسته ووژل شول.

ولسمشر غني د ياد بريد د غندني تر څنګ وويل : ترهګر د سيمي او نړۍ امنيت ته ستر ګواښ دی ، د نړۍ هيڅ قانون او دين ته احترام نلري بايد په وړاندي يې په ګډه مبارزه وشي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

5 تبصرې

  1. فاسد مذدور ته ګوره چې چاپلوسي هم کوي !
    تف لانت ستا په چاپلوسي ! فاسده ته نو دصلیبیانو بمباري په خپل اولس ولې نه غندې !!
    هغوی دولر در کوي ! او ته خو په اخرو وختو کې بيکاره ګرزېدې ! تر څو چې cia غېږې ته ورغلې !!

    • لعنت دی وی پر دی یهودی باندی – د هند مشرکین چۍ ۹۰ کسه مسلمانان قتلوی هغه نه غندی او د هند ۱۷ کسه مشرکین چې مرداریږی هغه بیا غندی

  2. الحاج استاذ بیانزی

    تاسو که د متفکر غنی ظاهری قواری ته وګوری تر مودی غنی زیات هندو ښکاری ، دا چه دوی له اوله دهندوستان څخه مهاجر شوی او که د هندوانو سره مخلوط شوی قواره یی سل په سلو کی د هندوانو ده ، خلیل زاد او کرزی هم ورته دی .
    زما به خیال چه هند کی زمونږ د افغان غلام چارواکو لکه د نشه توکو په شان کومه کارخانه شتون لری چه له غنی وروسته به بل کوم خبیث زیووی او بیا به یی زمون چاواکی جوړوی . هند او امریکا لکه میړه او میرمن دی امریکا یی بلاربوی او هند د افغانانو د باره چارواکی زیږوی

  3. دادومره وخت پا امریکا بلاربوه او پا کستان زیږه وه ، پریږ ده چی یو څه وخت یی هند هم وزیږه وی. اوس هم کفرستان ډیر زیږ ولی. زما به نظر البته هرڅوک خپل نظر لری. دکفرستان څجه هندوستان ډیر ښه دی. ځکه هندو دی خو هعه څوک چی مسلمان وی او تر هندو پد تر کارونه کوی. هغه بیا ډیر سخته ګناه ده ځکه چی مسلمان پری اعتبار کوی.خپله امریکا یی قانون چلوم ، خپل دبرتانی ښځه دامریکی استرګی دی خو نورو تا بیا ځان سوچه مسلمان معرفی کوی. استا په خاوره کی امریکی دوست زما په خاوره کی دوشمن. تا زما دبمبار لپاره اډی ورکړی خیر دی خو زه ورسره قرارداد کوم بیا کا فریم. عجبه فضا وت.

    • هر څوک چې ړوندوی او اسلام نه پېژنی نو خود به دده په اصطلاح د یو کفر څخه زغلی د بل کفر او مشرک و لمن ته به ځان اچوی چې هر څوک کافر وی او د کفر کومک کوی هغه دی خراب او برباد وی او کوم څوک چې مسلمان وی او د مسلمانانو ملا تړ کوی هغه دی الله عزوجل په ښه مسلمانی او ښه ایمان سره وساتی – او کوم څوک چې د امریکا اشغال کامیابی بولی او د هغو سره اسلامی مقاومت ترهګری بولی الله پاک دی هدایت ورته وکی او که به د هدایت وړ نه وی الله جل شانه دی وشرموی –