کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / روزګان: چارواکو په دولتي پولیسو د امریکايي ځواکونو هوايي برید تایید کړ

روزګان: چارواکو په دولتي پولیسو د امریکايي ځواکونو هوايي برید تایید کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د روزګان امنیتي چارواکو ومنله چې په دغه ولایت کې اته دولتي پولیس د امریکايي ځواکونو په بمبار کې وژل شوي دي.

نن ټکی اسیا پرون /وږي ۲۸مه، ستمبر۱۸مه/ په روزګان کې د یو شمېر سرچېنو له قوله چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي خبر خپور کړ چې بهرنیو ځواکونو په مرکز ترینکوټ کې دولتي پولیس بمبار کړي. یادې سرچېنې په برید کې د وژل شوو کسانو دقیق شمېر څرګند نه کړ.

اوس په روزګان کې د پولیسو یو قومندان رحیم الله خان رویټرز خبري اژانس ته منلې چې امریکايي ځواکونو پرون په افغان پولیسو دوه بېلابېل بریدونه وکړل چې په لومړي کې یو پولیس او په دوهم کې ۷ پولیس و وژل شول.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال محمد قوي عمري بیا د وژل شوو پولیسو شمېر ۶ ښودلی او دا يې تایید کړې چې یاد پولیس د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ هم د هوايي برید تایید کړی خو ادعا يې کړې چې دوی هغه افراد په نښه کړي چې په افغان ځواکونو يې ډزې کولې او ګواښ يې جوړولو.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګر جنرال چارلس کلیولنډ ویلي چې دوی نور د برید په اړه معلومات نه لري: «موږ نور معلومات نه لرو چې دغه کسان څوک وو او ولې دوی په افغان امنیتي ځواکونو برید کاوه».

بل لوري ته افغان چارواکو ویلي چې د امریکايي ځواکونو سره په ګډه د برید په اړه څېړنې کوي.

دا په داسې حال کې چې د روانې میاشتې په ۵مه نېټه /اګست ۲۶مه/ امریکايي ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو هغه زندان بمبار کړ چې په کې د افغان ځواکونو بندي سرتیري ساتل کېدل.

په دغه برید کې د زندان د درې ساتونکو په شمول ۲۶ ملي پولیس او د ملي اردو عسکر و وژل شول.

افغان دولت د امریکايي ځواکونو له خوا شوي بریدونه تر دې دمه هېڅ نه دي غندلي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ