نړۍ

د جهاد النکاح پروپاګند تر شا د ایراني استخباراتو لاس و

al arabia

د العربیة تلویزون خبریاله تونس ته تللې وه او له پلټنې وروسته دې نتيجې ورسیده چې دا خبره اساس نه لري. د جهادي ګوندونو متخصصین وايي چې د جهاد النکاح په نوم د پروپاګند تر شا د ايراني استخباراتو او د اسد د نظام لاس و.

د العربية تلویزون خبریاله علیا ابراهیم وايي چې په ټول تونس کې له پلټنې وروسته دې نتیجې ته ورسیدم چې جهاد النکاح اصلا جود نه لري.

نعمان بن عثمان په لندن کې د جهادي ډلو یو متخصص او د کویلیام انستيتوت استاد له العربیة تلویزون سره په مرکه کې وویل چې د ټولو جهادي ډلو په اړه له پلټنو وروسته دا خبره کوم چې جهاد النکاح یو دروغ خبر و چې لبناني تلویزون خپور کړی و، خو تر شا يې د ایراني استخباراتو لاس و. د العربیة خبریاله علیا ابراهیم وايي چې ما د تونس د ښځو له وزارت او همدا رنګه د تونس له ژورنالیستانو هم په دې اړه پوښتنې وکړې خو هغوی هم دا ویل چې دا يو بې بنسټه خبر دی چې د تونس نجونې سوریې ته د یو عالم په فتوا جهاد النکاح لپاره ځي.

د یادونې وړ ده چې څه وخت مخکې ځينې ژورنایستي کړيو داسې خبرونه خپاره کړل چې د تونس ځينې پیغلې یوې شرعي فتوا پر اساس د دې لپاره سوريې کې له مجاهدینو سره یو ځای کيږي چې د هغوی د خوښۍ لپاره هغوی سره له نکاح پرته وخت تېر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x