
ګارډين: د مرسي خبرې د ولس لپاره ډاډ او د کودتا لپاره اخطار و.
ګارډين برتانوي اخبار په خپله تازه ګڼه کې ویلي چې، هغه بیانیه چې د مصر بندي ولسمشر د وکیل لخوا خپره شوې، د ولس لپاره ډاډ او د کودتاچيانو لپاره زړه غورځونکی و.
په دغه بیانیه کې چې د مرسي لخوا د هغه وکيل خپره کړې ویل شوي چې،
سیسي یو خاین او قسم ماتوونکی انسان دی. مرسي وايي چې د دفاع وزیر سیسي د لوړې په ورځ قسم کړی و چې خپل هيواد او لس سره به خيانت نه کوي. د ښاغلي مرسي وکیل محمد الدماطي وايي چې ولسمشر مرسي د دفاع وزیر عبدالفتاح سیسي بند ته له تلو مخکې د جولايي په ۲مه له خپلې دندې لرې کړی و.
ګارډين د مرسي د وکيل له قوله ليکي چې ولسمشر مرسي له هر رنګه محکمې انکاري دی او د محمکې ټوله پروسه نه مني؛ ځکه چې دی یو قانوني ولسمشر دی او د جولايي د درېيمې پېښه په ټوله معنا يوه يوه کودتا ده.