کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / زابل: د ولایتي شورا رئیس د چاودني څخه روغ وتلی

زابل: د ولایتي شورا رئیس د چاودني څخه روغ وتلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د زابل ولایت د ولایتي شورا رئیس حاجي عطا جان د یوې چاودني څخه روغ وتلی دی .

د زابل ولایت د والي ویاند ګل سلام سیال رسنیو ته ویلي چې د شاه جوی او قلات پر لاره د شاه حسین په سیمه کې د عطاجان حقبیان موټر ته نیژدې چاودنه وشوه، چې له امله یې هیڅ چاته زیان ونه رسید.

نوموړي ویلي چې د چاودني اصل هدف هم عطاجان وو، خو د نوموړي په ګډون بل چاته هم زیان نه دی رسیدلی.

تر اوسه ددې پيښي په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

خو تېره ورځ یې خبر ورکړی وو چې د ارغنداب ولسوالۍ د اربکیانو مشر حاجي ګل اغا یې د خپل دوه ساتونکو په شمول په یوه غلچکي برید کې وواژه.

په خبر کې ویل شوي وه چې نوموړي په سیمه کې په خورا وحشت، ظلم، فحاشي او فسق سره مشهور وو.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ