کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / امریکا: د وروستیو چاودنو په تړاو یو افغانی الاصله ځوان شکمن بلل شوی

امریکا: د وروستیو چاودنو په تړاو یو افغانی الاصله ځوان شکمن بلل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د ایف بي آی (FBI) امنیتي ادارې د وروستیو چاودنو په تړاو د یوه افغان الاصله امریکايي ځوان نوم اخیستی او د موندلو هڅه یې پیل کړې ده.

د تیري شنبې په ورځ د امریکا په نیویارک ایالت کې د نیوچیلسي په نامه سیمه کې چاودنه وشوه چې له امله یې ۲۹ کسان ټپيان شول.

ایف بي آی ویلي چې ددغه چاودني په تړاو پر یوه ځوان شک لري چې په افغانستان کې زیږېدلی، ۲۸ کاله عمر لري، او نوم یې احمد خان رحیمي دی.ahmad-khan-rahami

د نیویارک پولیسو د نوموړی یو انځور هم خپور کړی او د خلکو څخه یې غوښتنه کړې چې د نوموړي په اړه ورته مخبري وکړي.

د نیویارک والي رسنیو ته ویلي: که هر څوک د احمد خان رحیمي په اړه معلومات لري او یا یې د پټن ځای په اړه معلومات لري، نو اول په اول دي پولیسو ته خبر ورکړي.

باید وویل شي چې نن هم د امریکا په نیوجرسي ایالت کې چاودېدونکي توکي موندل شوي او هغه مهال چاودېدلي کله چې د خنثی کولو لپاره روبوټي ماشین ور لیږلی شوی وو.

په امریکا کې د تیرو څو ورځو راهیسي یو په بل پسې داسي پيښي تر سره شوې چې له امله یې ویره خپره شوې:

۱- د تیري شنبې په ورځ د نیوجرسي په ایالت کې د یوه خیراتي ځغاستي په لاره کې چاودنه وشوه، چې له امله یې د ځغاستي پروګرام لغوه شو، خو هیڅ تلفات نه دي رسیدلي.

۲- په همدې ورځ د امریکا په مینوسیټا ایالت کې د چړې په واسطه اته کسان ټپيان شول.

۳- د نیویارک ایالت په چیلسي سیمه کې چاودنه وشول چې له امله یې ۲۹ تنه ټپيان شول. پولیس وایی چاودنه قصدي او د یو چا له خوا پلان شوې وه.

۴- یو بل چاودېدونکی توکی د تیري چاودني ځای ته نیژدې موندل شوی او له منځه وړل شوی دی.

۵- د نیوجرسي ایالت په ایلزابیت سیمه کې د شا په بسته کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي او د اورګاډو تم ځای ته نیژدې ځای پر ځای شوی. دغه بسته تیره شپه ناوخته موندل شوې.

۶- د ایلزابیت سیمي بسته هغه وخته وچاودېدل کله چې روبوټي ماشین د بمونو د خنثی کولو هڅه وکړه.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ