پيښور: په کوهاټ روډ کې د پولیسو پر يو موټر چاودنه شوې
د ایکسپریس خبري سايټ لو قوله پولیس د کوهاټ روډ په سکیم چوک کې په ګزمه راوتي و چې موټر يې د بمي چاودنې ښکار شو چې له امله يې د پولیسو یو ضابط عزیز الله خان سره له یو بل لاروي ټپي شو.
ویل کيږي چې ټپيان د پيښور لوی روغتون ته وړل شوي دي.
امنيتي مسؤولینو سیمه کلا بنده کړې او پلټنه يې پیل کړې ده.