کور پاڼه / د نن سرمقاله / د ملي یووالي حکومت سیاسي مشروعیت هم پایته ورسیدو

د ملي یووالي حکومت سیاسي مشروعیت هم پایته ورسیدو

نن ټکی اسیا سرلیکنه (دوشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۵ل):

د سنبلې د میاشتې د ۲۹ نیټې په رارسیدو سره د ملي یووالي حکومت سیاسي مشروعیت هم پایته ورسیدو.

دوه کاله وړاندې چې کله د ناندرییزو ټولټاکنو په ترڅ کې د ښاغلي غني او عبدالله ټیمونو یوه هم د رhیو غوڅ اکثریت تر لاسه نه کړای شو نو دواړه لوري د جان کیري په منځګړیتوب د یوې سیاسي توافقنامي په منلو سره مجبور کړای شول چې نیم په نیمه په واک کې سهیم او د ملي یووالي په نوم حکومت جوړ کړي.

د ملي یووالي په نوم حکومت د جان کیري د سیاسي توافقنامي په اساس ملزم و چې د دوو کلونو په ترڅ کې به د پارلماني او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره کوي ، د صدارت عظمی پوست د ایجادولو لپاره به د اساسي قانون د تعدیل لپاره لویه جرګې رابولي او الیکترونیکي پیژند پاڼې به چاپ او ویشي.

خو د دوو کلونو په پوره کیدو او د سنبلې د میاشتې د ۲۹ نیټې په رارسیدو سره لیدل کیږي چې د ملي یووالي حکومت له پورتنیو اساسي کارونو څخه یو هم نه دی عملي کړی او نه له دې وروسته ترې د عملي کیدو تمه کیدای شي.

بناء د یادې نیټې له پوره کیدو سره د حکومت هغه مشروعیت چې د جان کیري د سیاسي توافق نامې په اساس ورته ورکړل شوی و هم پایته ورسیدو او تر دې وروسته یاد حکومت د خپل پایښت او دوام لپاره هیڅ ډول سیاسي او قانوني مجوز نه لري.

که څه هم چې افغانستان ته د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د راتګ پلمه دلته د قانون حاکمیت او امنیت تأمینول و خو دلته اوس لیدل کیږي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي اشغال په زور داسې یو حکومت مسلط دی چې حتی خپله د امریکايي توافقنامي له مخې هم هغه د پایښت هیڅ ډول مجوز نه لري او د تأسیس لومړنی ایجاد یې د افغانستان د اساسي قانون خلاف شوی دی.

اساسي قانون چې د تیر حکومت یوه د مهمو لاسته راوړنو څخه بلل کېده، د ملي یووالي حکومت یې ټولي مادې ماتي کړې، د حکومت د عدم مشروعیت او فساد زیاتوالي له امله امنیتي وضعیت هم تر دې کچې رسیدلی چې د کابل په زړه په ارګ ماڼۍ کې هم اوس څوک د ځان د خوندیتوب احساس نشي کولای .


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ