کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ګډحکومت یو ځل بیا شمالي کوریا ګواښلې

ګډحکومت یو ځل بیا شمالي کوریا ګواښلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د شمالي کوریا وروستۍ اتومي ازموینې غندلي او ترې غوښتنه یې کړې چې دا ډول ازموینې نورې ودروي.

هغه اعلامیه چې نن /دوشنبه، وږي ۲۹مه/ د بهرنیو چارو وزارت لخوا نشر شوې، په کې د شمالي کوریا وروستۍ ذروي ازموینې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو خلاف ګڼل شوي او دا ډول اقدامات یې د نړیوالو لانجو لامل او د تسلیحاتي ناسالمو سیالیو موجب ګڼل شوي دي.

د روانې میاشتې د ستمبر په ۹مه /وږي ۱۹مه/ شمالي کوریا خبر ورکړ چې دوی د پنځم ځل لپاره هستوي ازموینې په بریالۍ توګه ترسره کړې.

د بهرنیو چارو زوارت ویلي چې دوی د یوه اصل په توګه له هر ډول وسلو چې ټولوژنې کوي د فارغې او ژغورنده نړۍ او سیمې غوښتونکي دي او دوی تکراروي چې د ټولو هغو وسلو د خپراوي مخالف دی چې ډلییزه وژنې کوي.

ګډ حکومت له شمالي کوریا په ټینګار غوښتي چې اتومي ازموینې بندې کړي او د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پریکړه‌لیکونو ته په پاملرنې سره او دغه راز ډلییز وژنې وسلو پراختیا څخه مخنیوي په برخه کې د اتومي انرژۍ اژانس نړیوالو قوانینو په رعایتولو سره د نړیوالې ټولنې سره مرسته وکړي.

اعلامیه کې ویل شوي چې «د افغانستان اسلامي جمهوریت ، پرخپل همیشني دریځ تاکید چې هغه مذاکرو او ډيپلوماټیکو سولمنو خبرو اترو له لارو ېې د سیمه ایزو او بین المللي شخړو په هواري ټینګار کړي هیله کوي څو شمالی کوریا د دغه شان ازموینو کولو پر ځای بین المللي رغنده مذاکراتو له لاری، اغیزمنې همکاری تعقیب کړي».

تر دې وړاندې امریکا او یو شمېر نورو پرمختللیو هېوادونو هم د شمالي کوریا د اتومي انرژۍ د ازموینو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د یادونې وړ ده چې شمالي کوریا د نړۍ زبرځواکونو سره ټکر وهي او د امریکا په شمول لویدیځو هېوادونو باندې د بریدونو ګواښونه کوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ