ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۱۸) – د مصیبتونو رازونه!

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ د مصیبتونو رازونه!

پیاوړی تاریخ پوه او مصری لیکوال احمد بن یوسف په خپل کتاب “مکافات او ښه پایلې” کې داسې لیکې:

( انسان په دې پوهېږي، چې د غم تورې ورېځې خامخا له منځه تلونکي دي؛ لکه څنګه چې توره شپه پر راڼه سباوون بدلېږي، په همدې ترتیب غمونه او اندېښنې هم انتها او پای لري! )

هو! حتمي ده، چې د پېښو په وخت کې بشري طبیعت له لوړو او ژورو سره مخامخ کېږي؛ که درملنه یې ونشي، همداسې ناروغ به پروت وي او تکلیف به یې لا پسې زیات شي، ځکه چې که د سختیو او تنګسیو په وخت کې د نفس تجدید او تقویه صورت و نه مومي، انسان له ناامېدۍ سره لاس او ګرېوان کېږي!
کله چې څوک په مصیبت مبتلا شوی او صبر یې کړی، نو د صبر مېوه یې ډېره خوږه په لاس ورغلې.

اپلاتون وایې:
( مصیبتونه او کړاوونه چې په کوم اندازه نفس اصلاح کوي، په هماغه اندازه عیش او عشرت هم خرابوي. )

دغه راز وایې:

( هر هغه دوست چې غمونه او اندېښنې درته ډالۍ کړي، د هغه قدر او ساتنه وکړه او کوم دوست، چې درته نعمتونه او لورېینې ډالۍ کړي، هغه لرې کړه. )

اپلاتون دا هم وایې:
( لکه څرنګه چې سوکالي عیش او عیشرت انساني روح او اخلاق فاسدوي، په همدې اندازه یې ستونزې او مصیبتونه اصلاح کوی. )

ازدشیر وایې:
( شدت او سختي هماغه رانجه دي، چې انسان پرې داسې لیدل او کتل کولای شي، چې په نورو نعمتونو او لورینو یې له سره نشي کولای. )

ما د پیاوړي عالم تنوخي کتاب “تر تنګسې وروسته اسانتیا” بیا بیا ولوست، درې خبرې مې ورڅخه ترلاسه کړې:
۱: تر تنګسې وروسته اسانتیا یو لرغونی سنت او منلې قضیه ده او دا داسې ده لکه تر شپې وروسته چې د سبا راتلل یوه حتمي او باوري خبره ده.
۲: ډېر ځله مصیبتونه د یوه بنده د دین او دنیا دواړو په اړه ګټور وي.
۳: د ګټې او تاوان لاسته راوړل او هغو مخنیوی کول، په حقیقت کې د الله تعالی په واک کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx